Language

د برېتانوي سرتېري وژونکي ټپي شوي افغان سرتېري ساه ورکړه

لښکرګاه (پژواک ٢٢ لړم ۹۱): د ملي اردو هغه ټپي سرتېري ساه ورکړه، چې تېره ورځ يې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې يو برېتانوى سرتېرى وژلى و.

دغه پېښه پرون ناوخته په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان او ايساف ځواکونو په ګډ پوځي مرکز کې رامنځته شوې وه.

په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان بريد جنرال سعد ملوک ساپي د لړم په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه د دواړو ځواکونو د فوټبال لوبې پر مهال رامنځته شوې وه.

هغه زياته کړه، چې د فوټبال د دې لوبې پر مهال د اشرف په نوم د ملي اردو يوه سرتېري، چې د پنجشېر ولايت اوسېدونکى و، له برېتانوي سرتېرو سره لفظي شخړه شوې او بيا يې پرې ډزې کړې دي.

دى وايي، چې په دې ډزو کې يو برېتانوى ووژل شو او اشرف هم په ځوابي ډزو کې ټپي شوى و، خو تېره شپه يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

جنرال سعد ملوک ساپى وايي، له ايساف ځواکونو سره په ګډه د دې پېښې په اړه پلټنې اوس هم دوام لري، څو يې اصلي لامل په ګوته شي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم په ياد بريد کې د خپل يوه سرتېري د وژل کېدو پخلى وکړ او زياته يې کړه، چې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

د يادونې ده، چې دوه ورځې مخکې په بادغيس کې هم د ملي اردو او ايساف سرتېرو ترمنځ په نښته کې د دواړو لورو يو يو سرتېری ټپي شوي وو.

د داخلي بريدونو لړۍ د روان زېږيز کال له پيله راهيسې زور اخيستی او تراوسه په دې موده کې د ۳۸ داخلي بريدونو په ترڅ کې شاوخوا ٥٨ بهرني سرتېري وژل شوي