ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سروې: راتلونکي ته د افغانانو هيلې ډېرې شوي

سروې: راتلونکي ته د افغانانو هيلې ډېرې شوي

author avatar
14 Nov 2012 - 10:51
سروې: راتلونکي ته د افغانانو هيلې ډېرې شوي
author avatar
14 Nov 2012 - 10:51

کابل( پژواک ٢٤ لړم ٩١): له دې سره ، چې د ايشيا فونډيشن يوې نوې سروې داسې پتيلې ده، چې راتلونکي ته د افغانانو هيلې ډيرې شوي، خو بيا هم په ملي کچه نا امني، فساد او بېکاري د دې هېواد مهمې ستونزې بلل کيږي.

دغه سروې ( عامه نظر پوښتنه) د ٢٠١٢ کال په جون مياشت کې تر سره شوې، چى د افغانستان په ٣٤ ولايتونو کې له ٦٢٩٠ تنو سره، چې ٥٦ سلنه يې نارينه او نور ٤٤ سلنه يې ښځينه جوړوي، برابره شوې ده .

په دغه سروې کې چې نن  د( لړم په ٢٥ مه) په يوه خبري کنفرانس کې اعلان شوه ، له نظر ورکوونکو څخه يې ٨٢ پوښتنې د هېواد د اقتصاد،د خدمتونو د وړاندې کولو، ملى روغې جوړې او مذاکراتو، امنيت، د بنسټيزو چارو، ملي وضيعيت، فساد، په سياست کې د برخې اخيستنې ، قضايي او عدلي نظام، ښځې او معلوماتو ته د ټولنې لاسرسى او ښې حکومتدارۍ په چوکاټ کې شوې دي. 

ددې سروې د معلوماتو پر بنسټ، نظر ورکونکي شاوخوا ١٨ او يا له هغه څخه زيات عمرونه لري، چى ددوى له جملې څخه يې ٥٢ سلنه ويلي، چې هېواد يې په ښه لوري روان دى او د افغانستان راتلونکي ته هيله من ښکاري.

 هغوى د امنيت ښه والى او بياجوړونه ښه ټکي بللي او هغه کسان چې د هېواد راتلونکي ته نا هيلي ښکاري ، هغوى هم يواځينى علت د هېواد نا امني ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د افغانانو هيلې د راتلونکي په پرتله ٤٥ سلنه وې.

خو د ايشيا فونډېشن مرستيال عبدالله احمدزي، چې دغه سروې يې اعلانوله ، وويل، چې نظر ورکونکيو ناامني، بېکاري او فساد په ملي کچه له لويو ننګونو څخه بللې او په داسې حال کې، چې بېکاري، د برېښنا نه شتون او په سيمه ييزه توګه د سړک نه شتون له خپلو مشکلاتو څخه ګڼلي دي.

 هغه ، د سروې د معلوماتو پر بنسټ زياته کړه، چې نظر ورکونکو د سولې او ملي روغې جوړې له پروسې څخه په لويه کچه ننګه کړې او ٨١ سلنه يې له مخالفينو سره د دولت د سولې او خبرو کوښښونه ستايلي دي. 

په دې سروې کې له ګډونوالو څخه د سولې په اړه پوښتل شوي، چې ولې په افغانستان کې وسلوالې ډلې جنګيږي؟ هغوى په افغانستان کې د بهرنيانو شتون، زورواکي، بيسوادي او د پاکستان لاسوهنې له عمده دلايلو څخه شمېرلې دي.

٥٣ سلنه ځواب ورکوونکو يې د کورنيو په ورځني ژوندانه کې د اسانتياوو او د تير کال په پرتله مکتبونو ته ډير لاسرسى په نښه کړي او ويلي يې دي، چې اوس د طالبانو رژيم په پرتله خوښ دي ، خو ٤٨ سلنه يې بيا خپل ژوند له شخصي مصوونيت او ساتنې څخه په ډار کې ښودلى دى. 

د ايشيا فونډېشن سروې پر بنسټ، په ملي ځواکونو د خلکو اعتماد ډير شوى او ٧٥ سلنه ګډونوال د دولت کړنو ته په مثبته توګه ګوري.

په سروې کې، تعليم او زده کړو ته نه لاسرسى، د کار نه شتون، د خلکو د حقوقو نه پر ځاى کول، کورنۍ شخړې، صحي ستونزې او ودونو ته په زوره اړ وېستل د ښځو له سختو خنډونو څخه بلل شوي او ٨٧ سلنه يې بيا په دې موافق دي، چې نر او ښځه دواړه له مساوي کاري فرصتونو څخه يو شان برخمن واوسيږي.

همدارنګه په دې سروې کې، ٨٤ سلنه ګډونوال په دې ټينګار کوي، چې بايد افغانان خپل مشر په خپله د ټاکنو له لارې وټاکي، نه دا چې د خپل مشر د ټاکنې لپاره بله کومه لار غوره کړي.

  د ٢٠١٢ لمريز کال عامه نظر پوښتنه د ايشيا فونډيشن له خوا ، چې د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې   (  USAID )، د آسټراليا نړيوالې پرمختيايي ادارې( AUSEID ) او د بريټانيا بهرنيو چآرو وزارت په مرسته له ٢٠٠٤ کال څخه تر اوسه اتمه عامه نظر پوښتنه ده، چې ددې بنسټ له خوا اعلان کيږي.

د ويلو ده ،چى ددې سروې د غلطۍ ميزان، منفي او مثبت ٥،١ سلنه دى.

ايشيا فونډيشن، په اسيا کې ١٧ سيمه ييز دفترونه لري، چې يو دفتر يې په واشنګټن او مرکزي دفتر يې د امريکا په سانفرانسيسکو ايالات کې دى،چې دغه اداره ملکي او د سيمې چارې پر مخ وړي.

 

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.