کابل ښار (پژواک ٢٥ لړم ٩١): د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال په تهران کې په يوه کنفرانس کې د ګډون پر مهال له ايراني چارواکو سره د افغانستان په لوېديځ کې د سړکونو او اورګاډو پټليو په جوړولو خبرې وکړې.
د مالیې وزیر په مشرۍ یوه دولتي پلاوي د ۲۰۱۲ د نومبر له ۱۱ مې تر ۱۴مې په تهران کې د زېربناوو د پراختیا لپاره د دولتي او خصوصي سکتورونو د همکارۍ په اړه د ملګرو ملتونو د اسیا – پاسیفیک د اقتصادي او ټولنیز کمېسیون (UNESCAP) د وزیرانو په درېیم کنفرانس کې ګډون وکړ.
د ماليې وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه د لړم په ١٢ پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کنفرانس په څنډه کې زاخېلوال له خپلو نړيوالو همکارانو سره لیدنې کتنې هم ترسره کړې.
د سرچينې په وينا، د ماليې وزير دغه راز د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد، د ولسمشر د لومړي مرستیال محمد رضا رحیمي، د ستراتیژیکي پلان جوړونې لپاره د ولسمشر مرستیال مهدي مرادي او د مالیې وزیر سید شمس الدین حسیني په ګډون د ایران له لوړ پوړو چارواکو سره ولیدل.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې له ایراني چارواکو سره په دوه اړخیزو خبرو کې د مالیې وزیر د افغانستان په لوېدیځ کې د سړکونو او اورګاډي پر پروژو، افغانستان ته د ایراني پانګې پر جذبولو، د افغانانو پرمخ د چابهار بندر پرانېستلو، د دواړو هېوادونو تر منځ پر سوداګریزو او ګمرکي اسانتیاوو خبرې وکړې.
د ملګرو ملتونو د اسیا – پاسیفیک اقتصادي او ټولنیز کمېسیون (UNESCAP) په ۱۹۴۷ کال کې جوړ شوی ، چې مرکز یې په بنکاک (تایلنډ) کې دی او د اسیا ۶۲ هېوادونه یې غړیتوب لري.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن