کابل (پژواک ٢٨ لړم ٩١): ملي امنيت وايي، په هلمند ولايت کې يې يوه ډله داسې طالبان نيولي، چې غوښتل يې د پوليسو په ليکو کې ورګډ شي.
په کابل کې د ملي امنيت لوى رياست له خوا د لړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو يې د هلمند په ځينو سيمو کې ١٤ وسلوال مخالفين نيولي دي.
سرچينې زياته کړې، چې له دغو کسانو سره يې دوه ميله کلاشينکوفونه، درې ميله تومانچې، ماينونه، چاودېدونکي توکي او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې نيول شوو کسانو د پلـټنو پر مهال پر خپلو جرمونو د اعتراف ترڅنګ ويلي، چې دوى په سيمه کې د يوه طالب قوماندان ملا عطا محمد کسان دي.
دغه راز هغوى د پلټنو پر مهال دغه اعتراف هم کړى، چې دوى د خپل ډلمشر ملا عطا محمد په هڅه غوښتل، چې د ورانکاره کړنو د ترسره کولو په موخه د پوليسو په ليکو کې ورګډ شي، خو مخه يې ونيول شوه.
د ملي امنيت رياست وايي، چې له دغو کسانو د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو په لټه کې دي.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د ملي پوليسو په ليکو کې د مخالفينو نفوذ زيات شوى او داخلي بريدونو چارواکي اندېښمن کړي دي.
د هلمند امنيتي چارواکو څه موده مخکې منلې وه، چې په دغه ولايت کې هم مخالفين د پوليسو په ليکو کې ورګډ شوي او يو شمېر بريدونه يې هم کړي دي.
بايد وويل شي چې د روان لمريز کال پر مهال په هلمند ولايت کې د پوليسو له خوا د پوليسو د وژلو او زهر ورکولو څو پېښې رامنځته شوې دي.