لښکرګاه (پژواک ٢٨ لېندۍ ٩١): د هلمند امنيه قوماندان وايي، چې د دغه ولايت پر څلور زره جريبه ځمکه کې يې د کوکنارو د کر مخه نيولې ده.
امنيه قوماندان سموال عبدالنبي الهام دغه څرګندونې پرون مازيګر ناوخته په لښکرګاه کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه، چې د تېرو درېيو اونيو راهيسې پوليسو د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د کوکنارو د کر د مخنيوي کمپاين پيل کړى دى.
د نوموړي په وينا، په هغو سيمو کې چې امنيت ټينګ دى، کوکنار نه دي کرل شوي، خو په نا امنو سيمو او غصب شوو ځمکو کې کرندګرو دغه بوټى کرلى دى.
امنيه قوماندان وويل، چې تر دې مهاله د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې په څلور زره جريبه ځمکه تازه کرل شوي کوکنار له منځه وړي او د نورو د کر مخه يې نيولې ده.
نبي الهام زياتوي، چې د کوکنارو د فصل د له منځه وړلو او د کر د مخنيوي پر مهال وسلوالو طالبانو پر پوليسو بريدونه کړي، خو په کې زيان نه دى ورته اوښتى.
د هلمند امنيه قوماندان وايي، چې په غصب شوو ځمکو کې کروندګر له ژورو څاګانو څخه اوبه په ماشينونو را اوباسي او له همدې امله پوليسو په نادعلي، مارجې، ګرشک او ناوې ولسواليو په مربوطاتو کې ٢٧٢ واټرپمپونه بند کړي دي.
د الهام په خبره، چې د پوليسو له خوا د کوکنارو په جرم ٤١٩ تنه کروندګر نيول شوي او تر دې مهاله ١٩٠ لا بنديان دي او پاتې د قومي مشرانو په ضمانت خوشي شوي دي.
امنيه قوماندان وويل، چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله مبارزه په دې برخه کې جدي ده او که چېرې بيا هم کرندګرو د کوکنارو په کر لاس پورې کړ، نو تر نيول کېدو وروسته به څارنوالۍ ته معرفي شي.
هغه زياته کړه، چې نيول شوي کروندګر به د هر کرل شوي جريب پر سر شپږ مياشتې بند تېروي.
د قوماندان په خبره، پوليس هڅه کوي چې په هرو امکاناتو وي، په ټولو سيمو کې د کوکنارو د کر مخه ونيسي، هغه که د دولت د مخالفينو په سيمه کې هم وي.
امنيه قوماندان دغه راز وويل، په دې وروستيو کلونو کې يې د دغه ولايت په ډېرو سيمو کې د نشه يي توکو د پروسس فابريکې هم له منځه وړې او اوس مهال قاچاقچيان هم نه شي کولى په اسانۍ سره نشه يي توکي قاچاق کړي.
د نادعلي ولسوالۍ د شاول په نوم سيمه کې يوه کروند ګر ظاهر جان پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى په سيمه کې اوس مهال لسګونه زره جريبه ځمکه يا خو کرل شوې او يا يې هم کروندګر اوس مهال د کر لپاره د ځمکو په چمتو کولو بوخت دي.
د يادولو ده، چې تېر کال هم پوليسو له وړاندې د کوکنارو د کر د مخنيوي په موخه کمپاينونه پيل کړل، خو له ٥٠ زره هکټاره کرل شووکنارو څخه يې يواځې څلور هکټاره له منځه وړل شوې وه.