Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غور کې دوه لار شکوونکي ووژل شول

 د پوليسو د لوېديځې حوزې وياند سمونوال عبدالروف احمدي وايي، چې دغه دوه تنه تېره شپه د چهارسدې ولسوالۍ پر عمومي سړک له مسافرو د مالونو د لوټ نيت درلود.

 احمدي زياته کړه، چې پوليسو ته د هغوى دوه ميله وسله هم په لاس ورغلې ده.

 د يوه بل خبر له مخې، په تخار ولايت کې د دولت درې شکمن مخالفين له خپلو وسلو سره ونيول شول.

 د تخار د امنيه قومندانۍ د مطبوعاتو مسوول عبدالخليل اسير وويل، چې دغه درې تنه تېره شپه د پوليسو له خوا د درقد ولسوالۍ په کلتوت کلي کې په يو کور کې د شپنيو عملياتو په ترڅ کې له يو ميل وسلې، د هاوان له دوو مرميو او يوه اندازه مهماتو سره نيول شوي دي.

 هغه زياته کړه، چې نيول شوي کسان د تخار ولايت اوسېدونکي دي، تازه له پاکستان نه راغلي وو او پلان يې درلود چې له دغو مهماتو نه د سړک غاړي ماين او پر امنيتي ځواکونو يې والوځوي.

 اسير زياته کړه، چې له يادو درېيو تنو سره يې ځينې تبليغاتي پاڼې او څلور کتابونه چې په کې د جهاد اعلان، د تن په تن جګړې او د وسلو کارونې څرنګوالى بيان شوى؛ هم نيولي دي.

 د سيمې يوه اوسېدونکي غلام حضرت وويل، چې وسلوالو مخالفينو په تېرو کلونو کې د دغه ولايت په درقد ولسوالۍ کې فعاليت کاوه ؛ خو د دولتي ځواکونو له خوا په عملياتو کې شړل شوي وو.

 هغه زياته کړه، دا مهال کومه جدي امنيتي ستونزه نه لري او دولتي ځواکونه دنده لري، چې هر ځاى د وسلوالو مخالفينو د خوځښت په لېدو سره د هغوى پر وړاندې عمليات وکړي.

 طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 خو د دوى وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې تېره ورځ يې د تخار په مرکز تالقانو کې د ملي امنيت يو کارکوونکى وژلى دى.

هغه زياتوي، چې وژل شوى کس عبدالواحد نومېده او له بهرنيو ځواکونه سره يې همکاري درلوده او وايي چې بهرنيو ځواکونو ته يې يو شمېر طالبان او ملکي وګړي په لاس ورکړي وو.

د تخار د امنيه قوماندانۍ د مطبوعات امر مني چې عبدالواحد د ملي امنيت کارکوونکي و، خو زياته يې کړه چې نوموړي د ورپېښې ناروغۍ له امله په تالقانو کې په خپل کور کې مړ شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.