Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په سعودي کې ٢٦ افغان حج کوونکي مړه شوي

کابل (پژواک ۱۱ لېندۍ ۹۱) : سږ کال په سعودي عربستان کې د بيت الله شريف د حج په مناسکو کې ۲۶ افغان حاجيان مړه او ۲۰۰ نور په دغه هېواد کې پټ شوي دي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستيال داعي الحق عابد نن (د لېندۍ ۱۱مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دغو زيارت کوونکو ډېر يې د زيات عمر او ځينې يې د ورپېښو ناروغيو له امله مړه شوي دي.

ده زياته کړه، څلور افغان زيارت کوونکي په سعودي عربستان کې په يوه ترافيکي پېښه کې مړه شوي دي.

د ياد وزارت مرستيال د تلف شوو کسانو عمرونه د ۴۵ او ۶۵ کلونو ترمنځ وبلل، او زياته يې کړه، چې له دې ډلې ١٦يې ښځې دي.

عابد وويل، چې مړه شوي حاجيان د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه وو او د بيت الله شريف د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د بعثه غړو له خوا خاورو ته وسپارل شول.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د حج د مراسمو تر وروستيو د مړه شوو افغان حاجيانو شمېر ٤٠ تنه وو.

بيت الله شريف ته د ۳۰زره افغان حاجيانو د لېږد پروسه د روان کال د وږي مياشتې په ۲۹ پيل شوه او په وروستۍ الوتنه کې ۴۳۰ افغان حاجيان دوه ورځې مخکې کابل او کندهار ته راستانه شول.

د ارشاد حج او اوقافو وزارت مرستيال د حج سږنۍ پروسه د نورو کلونو په پرتله رڼه وبلله او زياته يې کړه، چې د زيارت کوونکو د لېږد سيستم د نوبت له مخې سرته رسېدلى او د پروازونو د ظرفيت ستونزې يې تر يو څه حده کمې کړې وې.

خو ده وويل، چې ۲۰۰ افغان حاجيان د حج له ترسره کولو وروسته په ياد هېواد کې پټ شوي او بېرته نه دي راستانه شوي.

عابد زياته کړه: “هغه کسان چې پټ شوي، له سمنګان، بغلان او سرپل ولايتونو څخه يې نوم ليکنه کړې وه، چې زياتره يې هلته د کار لپاره پاتې دي او د تښتېدونکو يوه کمه اندازه هغه ښځې دي چې په سعودي عربستان کې يې ودونه کړي او له دغه فرصت نه په استفادې يې خپلو خاوندانو ته ورغلې دي.”

سرچينې زياته کړه، چې ۱۷ تنه نور افغانان د ځينو جرمونو لکه د مالونوغلا او کيسه بورۍ (جېب وهونې) په تور د هغه هېواد د پوليسو له لوري نيول شوي او دا مهال تر توقيف لاندې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.