لښکرګاه (پژواک ١٦ لېندۍ ٩١): چارواکي وايي،چې د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي او درې ټپيان دي.
د سنګين ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړي څارن ګلي د لېندۍ په ١٦ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې د دغې ولسوالۍ بازار ته څېرمه يو شمېر ماشومانو په يوه ناچاوده سرګلوله لوبې کولې، چې پرې وچادېده.
د هغه په وينا، په پېښه کې د وژل شوو او ټپيانو ماشومانو عمرونه تر ١٠ کلنۍ کم دي او ټپيان يې دا مهال په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو روغتون ته وړي دي.
نوموړي زياته کړه، چې ښايي چاودېدلې سرګلوله د جهاد له وختونو پاتې وي او ماشومانو پرې د لوبو د توکي په ګومان پرې لوبې کولې.
امنيه قوماندان وويل، چې په وژل شوو او ټپيانو کې هلکان او نجونې دي، خو ده يې په اړه نور کره معلومات نه درلودل.
د يادونې ده، چې د عامه پوهاوي د کمښت له امله ډېرى وخت ماشومان په بېلابېلو ولايتونو کې د دغه ډول ناچاوده توکو د چاودنې له امله يا خپل ژوند او يا هم د بدن غړي له لاسه ورکوي.