Language

په هلمند کې د ملي اردو زر سرتيري له روزنې فارغ شول

لښکرګاه(پژواک ١٧ليندۍ٩١): په هلمند ولايت کې د ٢١٥ ميوند قول اردو زر تنه سرتيري له مسلکي روزنې وروسته فارغ او په بيلابيلو سيموکې په دندو وګومارل شول.

دميوند قول اردو قوماندان تورنجنرال سيد ملوک پژواک اژانس ته وويل، چې ياد سرتيري دهيواد د بيلابيلو سيمواوسيدونکي دي،چې د تيرو لسو اونيو په اوږدو کې روزنه ورکړل شوې ده.

قوماندان وويل ، چې له نوي فارغ شويو سرتيرو څخه ٣٠٠په ٢١٥ ميوند قول ارود کې او پاتې نور يې دهيواد په بيلابيلو برخوکې د نورو قول اردو ګانو په چوکاټ کې د امنيت  دساتلو په موخه په دندوګومارل شوي دي.

نوموړي همدا راز وويل، چې په ٢١٥ ميوند قول اردو کې د سرتيرو د روزنې مرکز دهيواد په کچه ځليدلى ،نو له همدې امله دملي دفاع وزارت هڅه کوي، چي ډيرى وخت د روزنې لپاره سرتيري په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د روزنې مرکز ته وليږدوي.

 د همدې قول اردو د روزنې د مرکز مسوول ډګروال شاه ولي ځاځي پژواک ته وويل،چې دغو سرتيرو ته روزنه د کورنيو او بهرنيو مسلکي استادانو لخوا ورکول شوې ده .

 دده په خبره، چې دوى نور روزنيزپروګرامونه هم لري،چې هغه به د درنووسلوپه برخوکې ترسره کيږي.

په همدې مراسموکې د نوموړې قول اردومرستيال ډګرجنرال غلام فاروق پرواني وويل ، چې ددې سرتيروپه روزنه ډيرلښګتونه شوي دي .

هغه له سرتيروڅخه وغوښتل چې خپلې دندې ته په پوره ايماندارۍ ژمن اوپه ريښتيني ډول د خپلوخلکواوهيواد ساتنه وکړي.

د پژواک خبريال هڅه وکړه چې له نويو فارغ شويو سرتيرو سره خبرې وکړي، خو ٢١٥ ميوند قول اردو  چارواکو  اجازه ورنکړله.

ديادلو ده، چې يوه مياشت وړاندې هم له همدې روزنيز مرکز څخه زر تنه نور سرتيري فارغ شوي وو. 

 

 

 

 

 

Related Topics