ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايساف:  د ملي امنيت پر رييس بريد به د سولې خبرې زيانمې نه کړي

ايساف: د ملي امنيت پر رييس بريد به د سولې خبرې زيانمې نه کړي

author avatar
8 Dec 2012 - 15:17
ايساف:  د ملي امنيت پر رييس بريد به د سولې خبرې زيانمې نه کړي
author avatar
8 Dec 2012 - 15:17

کابل (پژواک ١٨ لېندۍ ٩١): ايساف وايي، چې د ملي امنيت پر مشر شوى بريد به د سولې پر پروسې کوم منفي اغېز ونه لري او بريالۍ به پر مخ ولاړه شي.

د ملي امنيت لوى رييس اسدالله خالد دوه ورځې وړاندې په خپل مېلمستون کې د يوه کس له لوري، چې د طالبانو له خوا يې د سولې پيغام راوړى و، ځانمرګى بريد وشو او نوموړى يې ټپي کړ.  

هغه، چې د نس په لاندنۍ برخه کې ټپي شوى، اوس په بګرام  کې تر درملنې لاندې دى.

د ايساف ځواکونو د بيا يوځاى کېدو د برخې مرستيال ډېويډ بارنر نن (د لېندۍ ١٨مه ) په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل، چې پر اسدالله خالد شوى بريد ايساف ته د خواشينۍ او اندېښنې وړ دى، خو د سولې پروسې د درولو لپاره به د ترهګرو هڅې ځاى ته ونه رسېږي.

هغه زياته کړه، دغه بريد به د سولې پر پروسې کوم منفي اغېز پرې نه باسي، ځکه دغه پروسه د افغانستان په کليو او بانډو کې په خپله د افغانانو له خوا پلې کېږي او افغانان له بېلابېلو لارو غواړي وسلوال مخالفين د سولې پروسې ته وهڅوي.

دا په داسې حال کې چې د ناټو تر مشرى لاندې د ايساف ځواکونو لوى قوماندان جان الن په بګرام کې د اسدالله خالد پوښتنې ته ورغلى و او د ملي امنيت د رياست په چارو کې يې د هغه وړتيا وستايله او د ژر رغېدو غوښتنه يې ورته وکړه.

د ايساف ځواکونو د ګډې برخې مرستيال نن په خبري ناسته کې وويل، چې د افغانستان په کچه د سولې له پروسې سره تر اوسه ٥٩٠٠ وسلوال مخالفين يو ځاى شوي او ٢٠٠ نور هم د يوځاى کېدو په حال کې دي.

هغه دا هم وويل، چې د سولې د سيمه ييزو شورا ګانو له خوا تر اوسه ٤٥٠٠ يو ځاى  شوو کسانو ته د دايمي کار زمينه برابره شوې ده.

د ويلو ده، چې د سولې عالي شورا په ١٣٨٩ کال کې د٧٠ جهادي مشرانو او سپين ږيرو په ګډون د برهان الدين رباني تر مشرى لاندې جوړه شوه.

برهان الدين رباني هم د يو کس له خوا، چې نوموړي ته يې د سولې پيغام راوړى و په خپل کور کې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې ووژل شو.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.