لښکرګاه (پژواک ١٨ لېندۍ٩١): له نشه يي توکو سره د مبارزي وزير ضراراحمد مقبل وايي، چې د هېواد ٩٠ سلنه کوکنار په سوېل لوېديځو ولايتونو کې کرل کېږي.
نوموړي دغه څرګندونې د لېندۍ په ١٨مه هلمند ولايت ته د سفر پر مهال، چې د ولسي جرګې يو شمېر غړو او بهرنيو چارواکو ورسره ملتيا کوله، په لښکرګاه کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه، چې که څه هم له نشه يي توکو سره مبارزه سخته ده، خو بيا هم وزارت يې هڅه کوي چې په ټولو امکاناتو د کوکنار د کر مخه ونيسي.
ضرار احمد مقبل وايي چې په افغانستان ٩٠ په سلوکې کوکنار د هلمند تر څنګ ،کندهار،اروزګان او فراه ولايتونه کرل کيږي.
نوموړي وويل: ((موږ يواځې د کوکنارو د تخريب له لارې نه شو بريالي کېداى؛ دا چې د کوکنارو مخه مو په بشپړه توګه نيولې وي، نورې لارې هم شته چې خپله کروندګر د دغه بوټي له کر څخه لاس په سر شي.))
مقبل زياتوي، چې د نشه يي توکو د مخنيوي لپاره لومړى عامه پوهاوى ضروري دى، دويم بديل معيشت او درېيم دقانون پلى کول دي.
نوموړي دغه راز وويل، چې غواړي د خپل وزارت له له خوا په هلمندکې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په موخه يو کمپليکس جوړ کړي او قرارداد يې هم لاسليک شوى دى.
مقبل دغه راز وويل، په دغه ولايت کې به د پوهنتون د ودانۍ لپاره احاطه او يو بل روغتيايي روغتون هم جوړ کړي.
هغه پژواک ته په دې اړه، چې اوس عملاً د دولت پر غصب شوو ځمکو د دولت تر کنټرول لاندې سيمو کې کوکنار کرل شوي، وويل: ((دا منم، موږ هم په دې برخه کې تشويشونه لرو، دغه کار شوى دى، خو پوليس به په دې برخه کې جدي او کوټلي ګامونه پورته کړي.))
د هلمند والي حاجي محمدنعيم هم په دې خبري ناسته کې وويل، د تېر کال په پرتله د کرل شوو کوکنارو کچه ټيټه ده.
د هغه په وينا، په ډېرو سيمو کې د قومي مشرانو په مرسته د کوکنارو مخه نيول شوې او په ځانګړې توګه د دولت تر واک لاندې سيمو کې صفر ته راټيټه شوې ده.
والي همدا راز وويل، چې له نړيواله مرسته کوونکو سره يې خبرې کړې ترڅو په دغه ولايت کې د کرنې په برخه کې بنسټيزې پروژې پلې کړي، د کجکي بند جوړ شي او دې ته ورته نور کارونه ترسره شي.
په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي محمدولي عليزي بيا د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې د دولت پر کړنلارې نيوکه وکړه او ويې ويل، چې حکومت د قاچاقچيانو پر ځاى تل عام وګړي په زندانونو کې اچولي دي.
نوموړي زياته کړه: ((اوس مهال په څرخي پله زندان کې ٣٦٢٩ تنه د نشه يي توکو د جرم په نوم بنديان دي، خو په دې شمېر کې ٢٩ يې هم اصلي قاچاقبر نه دي.))
د ناوې ولسوالۍ قومي مشر حاجي عتيق الله له وزير او نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې په هلمند کې دې درې اساسي کارونه وکړي، د پنبې فابريکه، د کجکي د برېښنا بند او د نهر سراج کانال دې ورغوي، چې په دې سره به د کوکنارو د کر کچه راټيټه شي.