Language

د دولت د شپږو وسلوالو مخالفينو د وژلو ادعا وشوه

لښکرګاه (پژواک ١٩ لېندۍ ٩١): د هلمند امنيتي چارواکي وايي، چې د ايساف په هوايي بريد کې شپږ وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

د امنيه قوماندانۍ وياند فريداحمد فرهنګ د لېندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره ورځ د لښکرګاه ښار اړوند د سره ګودر په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، وسلوالو مخالفينو غوښتل، چې د ګرشک ولسوالۍ له نهرسراج سيمې څخه يو موټربم لښکرګاه ښار ته ولېږدولي.

د فرهنګ په وينا، د ايساف ځواکونو دغه کسان کشف او بيا يې پرې له هوا څخه بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې شپږ وسلوال مخالفين ووژل شول.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه بريد کې د هغوى له چاودېدونکو توکو ډک موټر او وسلې هم له منځه تللې دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د دوى وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې تېره ورځ يې په خانشين ولسوالۍ کې د بهرنيوځواکونو پر ټانګ د ماين چاودنه کړې او درې سرتېري يې په کې وژلي، خو دولتي چارواکي ياده پېښه ردوي.