Language

لښکرګاه (پژواک ٢١ ليندۍ ٩١): ايساف وايي، په هلمند ولايت کې يې يوه بې پيلوټه الوتکه غورځېدلې ده.

ايساف پژواک خبري اژانس ته وويل ته د غورځېدلې الوتکې د ځاى، نوعيت او لامل په اړه معلومات نه دي ورکړي.

خو سرچينه وايي، په دې اړه پلټنې پيل شوې دي او له څېړنو وروسته به جزئيات خپاره کړي.

په هلمند کې د پوليسو يوې سرچينې، چې د نوم له ښودو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، د هلمند د ناوې ولسوالۍ د ګودر بارانه په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو يوه څلورماشينه الوتکه غورځېدلې ده.

نوموړي د پېښې په نور جزئيات ورنه کړل.

د هلمند ولايتي چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو د ناوې ولسوال وايي، هغوى داسې اوازه اورېدلې چې په ګرمسېر ولسوالۍ کې ياده پېښه رامنځ ته شوې ده.

د ګرمسېر سيمه ييز چارواکي د يادې پېښې په اړه بې خبري ښيي.