Language

په هلمند کې لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي ونيول شول

لښکرګاه (پژواک ٢٥ لېندۍ ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې په هلمند کې له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي نيولي دي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام د لېندۍ په ٢٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې په نيول شوو نشه يي توکو کې ٥٧ کيلوګرامه وچ ترياک او ٢٧٥ کيلوګرامه چرس شامل دي.

دى وايي، قاچاقبرو غوښتل، چې دغه توکي له پولې ها خوا پاکستان ته واړوي.

د هغه په وينا، تېره ورځ يادو پوليسو په ګرمسېر ولسوالۍ کې د خپلو پټو معلوماتو پر بنسټ د ريګو په سيمه کې پلټنې کولې، چې ياد نشه يي توکي يې ترلاسه کړل.

نوموړي زياته کړه، ترلاسه شوي نشه يي توکي يې په داسې حال کې نيولي، چې د ريګو په سيمه کې د قاچاقبرو ډاټسن موټر تخنيکې ستونزه پيداکړې وه.

الهام وويل، پوليسو ياد نشه يي توکي لښکرګاه ته لېږدولي او موټر يې په سيمه کې سوځولى دى.

د ده په خبره، په دې تړاو يې څوک نه دي نيولي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي، تر څو په سيمه کې د نشه يي توکو د کر او قاچاق مخه ونيول شي.

قوماندان زياته کړه، د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې يې د کوکنارو د لېږد د مخنيوي ترڅنګ د دغه بوټي د کر د مخنيوي هڅې هم پيل کړې او تر دې مهاله يې سلګونه جريبه ځمکه ترې پاکه کړې ده.

Related Topics