کابل (پژواک ٢٧ لېندۍ ٩١): د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو د پنځو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
دغه خبر په هغې خبرپاڼه کې ورکړل شوى، چې نن (د لېندۍ ٢٧مه) د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې د ماين چاونې او د مخالفينو د ډزو له امله د ميدان ورګو د سيداباد ولسوالۍ په اړوند سيمه کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي دي.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې په کونړ او هلمند ولايتونو کې هم د اردو دوه سرتېري وژل شوي او يو ټپي شوى دى.
د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې او د هلمند په کجکي ولسواليو کې د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي او د کندهار په زېرۍ کې هم يو دولتي سرتېرى ټپي شوى دى.
وروسته له هغه چې تېر کال د يو شمېر سيمو د امنيت چارې افغان ځواکونو ته سپارل شوې، د ملي پوليسو او اردو د سرتېرو مرګ ژوبله ډېره شوې ده.
د ملي دفاع وزارت تېره مياشت اعلان کړى و، چې د روان لمريز کال له پيله راهيسې د ملي اردو شاوخوا اته سوه سرتېري وژل شوي دي.
بلخوا د ملي دفاع وزارت ويلي، چې د ميدان وردګو ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د شاه محمد او کوچي په نومونو دوه ځانمرګي بريد کوونکي موخې ته له رسېدو مخکې نيول شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن