لښکرګاه (پژواک ٢٧ لېندۍ ٩١): د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ ځايي چارواکي وايي، چې د خلکو په مرسته يې په سيمه کې ټول ٣٣ منظور شوي ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانيستي دي.
په داسې حال کې د ګرمسېر ولسوالۍ ټول ښوونځي پرانيستل کېږي، چې د هلمند په کچه تر نيمايي زيات ښوونځي تړلي او زده کوونکې يې د زده کړو له نعمته بې برخې دي.
د دې ولسوالۍ د پوهنې مدير حاجي عبدالناصر پژواک اژانس ته وويل، چې په ولسوالۍ کې يې ټول ٣٣ ښوونځي دي، چې د سيمې د خلکو او د دوى په هڅو پرانيستل شوي دي.
د هغه په وينا، په يادو ښوونځيو کې اته زره او سل زده کوونکي دي، چې له دې ډلې څخه يې ٦٣٦ نجونې دي او په لرو او نږدې سيمو کې ښوونځيو ته ځي.
نوموړي زياته کړه، چې تر دې مهاله يواځې په پنځو ښوونځيو کې ښځينه زده کوونکې دي، خو که د دولت له خوا دې برخې ته نوره پاملرنه هم وشي، اسانتياوې برابرې شي، د نجونو دا شمېره به له هلکانو سره برابره شي.
مدير وويل: ((ګرمسېر د هلمند تر ټولو لويه ولسوالي ده، خو خلکو يې پرېکړه کړې، چې په هرو امکاناتو به ښوونځي د دولت له مخالفينو وساتي او خپل ماشومان ورته ورولېږي.))
د ده په خبره، څه موده وړاندې يو ښوونځى د دولت د مخالفينو له خوا وسوځول شو، خو دا چې خلک يې د ښوونځيو ملاټر کوي، يوه ورځ يې هم ښوونځى بند نه کړ او په هماغه سهار خلکو خېمې ودرولې او د ساتنې په موخه يې خپل ځوانان پرې وګومارل.
نوموړي زياته کړه، چې د ولايت د ادارې له خوا د ګرمسير ولسوالۍ د پوهنې برخې ته پاملرنه نه کېږي، کتابونه نه لري، له ٣٣ ښوونځيو څخه يې اوه ودانۍ نه لري او د مسلکي ښوونکو ستونزه يې هم ډېره ده.
د ګرمسېر ولسوال ايوب عمر په ياده ولسوالۍ کې د امنيت او د ښوونځيو د پرانيستلو لامل د خلکو او قومي مشرانو مرسته بولي او وايي، چې په ګرمسېر کې دوه کاله پرله پسې جګړې وشوې، ټول ښوونځي وسوځول شول، کورونه وران شول او خلک يې هم ډېر کډوال شول.
د هغه په وينا، د قومي مشرانو او ديني عالمانو په ګډون ټولو اوسېدونکو پرېکړه کړې، چې د دولت مخالفينو ته به د ورانيو اجازه نه ورکوي، چې له دې امله يې ٣٠٠ ځوانان سيمه ييزو پوليسو ته هم ورکړي دي.
د دې ولسوالۍ په حاجي شراف الدين کلي کې د شرافت لومړني ښوونځي سرښوونکې ضياءالرحمن پژواک اژانس ته وويل، چې په ښوونځي کې يې ١٨٠ نارينه او ٥٠ نجونې زده کوونکې دي.
د هغه په وينا، که څه هم ښوونکي لري، خو مسلکي نه دي او د کتابونو او د سړې هوا د مخنيوي لپاره د بخاريو نه شتون يې هم لويه ستونزه ده.
يوې لس کلنې زده کوونکې صديقې، چې په دويم ټولګي کې ده، پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په يو کنډواله کور کې په يوه خېمه او يوه تياره خونه کې زده کړې کوي، کتابونه نه لري او هغه بيسکېټ او غوړي، چې په لښکرګاه کې نجونوته ورکول کېږي، دوى نه دي ليدلي.
د يادونې ده، د هلمند چارواکي وايي، چې په هلمند کې اوس مهال له ٣٣٦ ښوونځيو څخه ١٧٩ يې پرانيستي دي، چې د١٣٠زره په شاوخواکې زده کوونکي په کې پر زده کړو بوخت دي.