Language

په ګرمسېر کې درې زره جريبه کوکنار له منځه وړل شوي

لښکرګاه (پژواک ٢٨ لېندۍ٩١): د هلمند د ګرمسېر ځايي چارواکي وايي، چې په دې ولسوالۍ کې يې درې زره جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.

د ګرمسېر امنيه قوماندان څارن حکمت الله حقمل په دې ولسوالۍ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې که څه هم د تېرو کلونو په پرتله د کوکنار د کر کچه کمه ده، خو بيا هم په ځينو سيمو کې کوکنار کرل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، له هغې ورځې چې په دې ولسوالۍ کې کوکنار کرل شوي، پوليسو يې د قومي مشرانو په مرسته د له منځه وړو هڅې پيل کړي او تر دې مهاله يې ٣ زره جريبه کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.

حقمل وايي، چې د کمپاين پر مهال نه يواځې، چې د خلکو او دولت له مخالفينو سره په ستونزه کې نه دي راګير شوي، بلکې کروندګر يې خپله دې ته اړ کړي، چې په خپلو تراکتورونو کرل شوي کوکنار له منځه يوسي.

نوموړي وويل، چې د ولسوالۍ په مرکزي سيمو کې له سره کوکنار کرل شوي نه دي.

د هغه په وينا، د هلمند په کچه د ګرمسېر ولسوالۍ خلکو له دولت سره په هره برخه کې مرسته کړې ده، ٣٠٠ تنه يې خپل ځوانان سيمه ييزو پوليسو ته ورکړي، همدا راز يې ملي پوليسو او ملي اردو ته هم ګڼ شمېر ځوانان لېږلي دي.

نوموړي زياته کړه،اوس مهال د کمپاين ترڅنګ ټول عمليات خپله کوي او وايي، چې د بهرنيانو فعاليت او شتون اوس هم سمبوليک دى.

خو حقمل وايي، اړتياوې هم لري، د پوليسو روزنه، تجهيزات، د ماينونو د شنډولو وسايل او د پوليسو د تشکيل د زياتوالي په برخه کې دې پاملرنه وشي.

همداراز دګرمسېر ولسوال ايوب عمر عمري هم پژواک اژانس ته وويل،چې د ګرمسېر ولسوالۍ خلکو کوکنار د پخوا په پرتله کم کرلي دي.

د ده په خبره، د ګرمسېر ولسوالۍ له خلکو سره يې ژمنه کړې، چې د کوکنارو د نه کر په صورت کې به د ولايت له ادارې او مرکزي دولت څخه غوښتنه وکړي، چې بېلابېلې کرنيزې او اقتصادي پروژې راجلب کړي.

نوموړي وويل، چې له دې وړاندې هم بېلابېلې پروژې پلې شوې، خو اړتيا شته چې نورې اړتياوې هم پوره شي، له يوې خوا به خلکو ته د کار زمينه برابره شي او له بل پلو به کروندګر د کوکنارو کښت ته شا کړي.

د دې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا مشر حاجي شاه خان هم له پژواک سره د خبرو پر مهال ټينګار وکړ، چې دولت دې د دې ولسوالۍ د پوهني، روغتيا، بيارغوني او نورز برخو کې پروژې پيل کړي.

نوموړي دغه راز د لښکرګاه او ګرمسېر ترمنځ د غځېدلي ٨٢ کيلومتره سړک د جوړېدو غوښتنه وکړه او ويې ويل،چې له دې سره به د خلکو مېوې او محصولات په اسانۍ سره تر مارکېټه ورسيږي.

Related Topics