Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اقتصادي عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل (پژواک ٣٠ ليندۍ ٩١): د ولسمشر حامد کرزي تر مشرۍ لاندې په اقتصادي عالي شورا غونډه کې، د اقتصاد وزير د يادې شورا سکرټر (منشي) وټاکل شو.

 د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر د هغې خبرپاڼې پر بنسټ ، چې يوه کاپي يې پژواک ته رارسيدلې، ويل شوي، چې دغه عونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې تر سره شوه.

خبرپاڼه زياتوي، په دې ناسته کې، چې د ولسمشر مرستيالانو او د اقتصادي عالي شورا غړو پکې ګډون درلود، د اقتصاد وزير ته، چې د اقتصادي عالي شورا منشي په توګه وټاکل شو، دنده و سپارل شوه، ترڅو ددې شورا د نورو غړو په مشوره د غونډې اجنډا وټاکي او د وزيرانو شورا د دارالانشاء او د چارو د ادارې رياست دې د يادې جلسې په تنظيم او ترتيب کې، چې په هرو درېيو مياشتو کې يو ځل د اړتيا له مخې دايريږي، اقدام وکړي

 په خبر پاڼه کې راغلي،چې د اقتصادي عالي شورا په نننى ناسته کې په افغانستان کې د بهرنۍ پانګې اچونې پر جلب او جذب خبرې او اړين نظريات شريک کړاى شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.