Language

لښکرګاه (پژواک ٤ مرغومى ٩١): په هلمندکې د سرحدي پوليسو قوماندان وايي، چې د افغانستان او ايران تر منځ د ګډې پولې پخوانۍ لګول شوې نښې او بريدونه د ايراني سرحدي پوليسو له خوا له منځه وړل شوي دي.

په دغه ولايت کې د شپږم سرحدي زون قوماندان سمونوال سلطان محمود محمود دغه خبرې نن (د مرغومي په ٤ مه) په لښکرګاه کې خبريالانو ته وکړې.

د هغه په وينا، که څه هم سرحدي پوليس تر ډېره توانيدلي، چې خپلې پولې خوندي وساتي، خو دغه دګډې پولې نښې د ايراني سرحدي پوليسو لخوا د دې لپاره له منځه وړل شوي، چې غواړي پوله راوړاندې کړي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه نښې له نيمروز ولايت سره پر پولې ورکې شوې دي او ايرانيو چارواکو ځکه د پولې نښې له منځه وړ دي، چې له يوې خوا به د هلمند سيند له اوبو څخه بې له ستونزې ګټه پورته کړي او له بلې خوا به د پولې کرښه له اصلي ځاى څخه د افغانستان خاورې ته  دننه کړي.

محمود وويل: ((د ايران او افغانستان تر منځ پخوانۍ نښې په هغه ډنډ کې لګول شوې دي، چې د هلمند د سيند اوبه په کې ډنډ کيږي او د ايران له خوا اوس مهال ٧٥ ماشينونه ورته ايښودل شوي دي، چې هر يو يې ٣٢ اېنچه اوبه پورته کوي.))

ده زياته کړه، چې ډېرى وخت ايراني سرحدي پوليس له اصلي کرښې را اوړي، چې له امله يې د افغان سرحدي پوليسو له وسلوال غبرګون سره مخ کيږي.

د هغه په وينا، د دغې ستونزې د هواري په موخه يې مرکزي دولت خبر ورکړى دى، چې د حل لاره ورته  پيداکړي، که نه دا ستونزه به لويه شي.

د سرحدي پوليسو قوماندان وايي، چې د همدې ستونزو د هواري په موخه يې په لښکرګاه کې د زون په مرکز کې يو ورکشاپ جوړ کړى، څو پر پولو د نښو په ستونزو او د مسووليتونو په چارو يې سرتېري پوه شي.

د يادونې ده، چې شپږم سرحدي زون له ايران او پاکستان سره د ٦٣١  کيلومتره پولې د ساتلو مسووليت پر غاړه  لري، چې د دوه زره پوليسو په وسيله يې ساتنه کوي.