ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګريزې ساحې تر اجباري بېمې لاندې راځي

سوداګريزې ساحې تر اجباري بېمې لاندې راځي

author avatar
25 Dec 2012 - 15:06
سوداګريزې ساحې تر اجباري بېمې لاندې راځي
author avatar
25 Dec 2012 - 15:06

کابل (پژواک ۵ مرغومی ۹۱): د وزيرانو شورا، اړوندې ادارې په ناصري مارکېټ کې د اورلګېدنې د عواملو په پلټنه ګومارلې او لارښوونه يې ورته کړې، چې سوداګريزې ساحې تر جبري بيمې لاندې ونيسي.

د فيض محمد ناصري په سوداګريز مارکېټ کې، چې د کابل ښار په منډوي کې واقع دى، د مرغومي په دويمه د شپې ناوخته اور لګېدنه رامنځته شوه.

دغې اور لګېدنې ١٦ ساعته دوام وکړ او ګڼ مالي زيانونه يې واړول.

په دې اور لګېدنه کې چا ته د سر زيان نه دی رسېدلی، خو له امله يې په لسګونو مغازې سوځېدلې ، چې ټوليز زيان يې لسګونه ميليونه امريکايي ډالر اټکل شوی دی.

د وزيرانو شورا د چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې وزيرانو شورا د خپلې تېرې ورځې په غوڼده کې بېلابېلې ادارې لکه لويه څارنوالي، کورنيو چارو وزارت او د کابل ښاروالۍ ته دنده سپارلې، څو د ناصري مارکېټ د اورلګېدنې په اړه پلټنې وکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د وزيرانو شورا د ماليې وزارت ته لار ښوونه کړې، چې د هېواد د نافذه قوانينو له مخې، ټولې سوداګريزې ساحې د درېيو مياشتو په اوږدو کې تر جبري بيمې لاندې ونيسي.

د وزيرانو شورا د چارو ادارې د عمومي رياست د معلوماتو له مخې، يادې ادارې مکلفې دي، چې په يوه اونۍ کې د خپلو کړنو راپور د ولسمشرۍ رياست ته وړاندې کړي.

د وزيرانو شورا د ښار جوړولو چارو او کورنيو چارو وزارتونو ته دنده ورکړې، څو د هېواد سوداګريزې ساحې له اور لګېدنو د خوندي کېدو له اړخه په هر اړخيړ ډول وڅېړي او د خپلو کړنو د پايلو راپور دې تر دوو مياشتو پورې د ولسمشرۍ رياست ته وړاندې کړي.

د کابل ښاروال د يادې اورلګېدنې لامل د بې پلانه لوړ پوړو ودانيو جوړېدل بللي، چې په وينا يې، له همدې امله اورلګېدنې په ساعتونو دوام کړی او نه ده مهار شوې.

د هغه په وينا، د بېړنيو لارو نه شتون هم د دې لامل شوی، چې د اور وژنې وسايل پر وخت سره د اور وژنې ځای ته ونه رسېږي.

 د سوداګرۍ او صنايع خونې د عامل پلاوي رييس محمدقربان حقجو هم تېره ورځ د پېښې په ځای کې خبريالانو ته وويل، چې په دې اورلګېدنه کې د جامو شپږ سوه هټۍ سوځېدلې او هټيوالو ته يې په ميليونونو ډالرو زيان اوښتی دی.

نوموړي هم د بيمې سکټور په نه شتون نيوکه وکړه او ويې ويل، چې افغانستان د هغو کمو هېوادونو په ډله کې راځي، چې د بيمې سکټور په کې غير فعال دی او دا مسئله د دې لامل شوې، چې کله يوه هټۍ سوځي؛ نو د هټۍ وال ټول شته له منځه ځي او زيانمن کس اړ وي، چې خپل کار بېرته له صفر نه پيل کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.