ترینکوټ (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۴): اروزګان کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ ۱۱ غړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د اروزګان د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن غرمه مهال د دغه ولایت د چنارتو او خاص اروزګان ولسوالیو ترمنځ د یوه فیلډر موټر د چپه کېدو له امله شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او نهه نور ټپيان شوي دي.

سرچینه وایي چې یاد کسان ټول د یوې کورنۍ غړي دي چې له خاص اروزګان ولسوالۍ څخه چنارتو ولسوالۍ ته پر لاره وو.

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې ټپيان نږدې روغتیایي مرکز ته لېږدلو شوي دي.