Language

په ننګرهار او هلمند کې ٣٢٧ پوليس ساتنمنان فارغ شول

جلال اباد، لښکرګاه (پژواک ٧ مرغومى ٩١): د پوليسو چارواکي وايي، چې په ننګرهار او هلمند ولايتونو کې له بېلابېلو مسلکي کورسونو څخه ٣٢٧  پوليس ساتنمنان فارغ شول.

د ننګرهار د ملي پوليسو د روزنيز مرکز قوماندان سمونوال مفاد خان رحيمزي د مرغومي په ٧ مه پژواک اژانس ته وويل، چې له ياد ١٦ اونيز کورس څخه نن ١٧٧ تنه ساتنمنان، چې له کابل، کونړ، لغمان، نورستان او د ننګرهار اوسيدونکي دي، په مسلکي ډول فارغ شول.

نوموړي زياته کړه: ((اوس به دوى د ټولنې خدمت ته وړاندې کيږي، دوى به په مسلکي ډول خپل کارونه پر مخ وړي او هېواد ته به خدمت کوي.))

د هغه په وينا، په دغه روزنيز کورس کې د افغان او بهرينو ښوونکو له لوري دوى ته زده کړې ورکړل شوې دي.

ساتنمن اجمل خان، چې له دغه روزنيز کورس څخه فارغ شوى پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ١٦ اونيز کورس کې يې ډېرې ښې مسلکي زده کړې کړې دي.

د ده په خبره، وروسته له دې به ده ته په کاري ساحه کې هېڅ ډول مسلکي خنډ نه وي او خپل مسووليت به په ښه ډول ترسره کوي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه کورس کې تر ډېره له خلکو سره په چال چلند هم دوى ته زده کړې ورکړل شوې دي.

د يادونې ده، چې د ننګرهار د پوليسو له روزنيز مرکز څخه تر اوسه شاوخو٦٣ زره پوليس فارغ شوي، چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر دندو بوخت دي.

د يو بل خبر له مخې، په هلمند کې ۱۰۵ تنه ساتمنان له درې نيم مياشتنيو زده کړو وروسته نن فارغ شول.

د فراغت د مراسمو پر مهال د هلمند د والي مرستيال مسعود بختور وويل، چې د نړيوالې ټولنې په هر اړخيزه همكارۍ اوس مهال دوى له منظمو پوليسو برخمن او د روزنې لړۍ يې روانه ده.

د هغه په وينا، دا مهال پوليسو په دې ولايت كې په پوره توګه د خلكو خدمت کړى او له همدې امله يې د خلكو ملاتړ هم ترلاسه كړى دى.

هغه له يادو فارغ شوو پوليسو وغوښتل، چې په پوره توګه خپلو دندو ته ژمن او په رښتيني ډول له خلكو او هېواد څخه دفاع وكړي.

Related Topics