ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په امو سيند حوزه کې  دتېلو تصفيه ځای جوړېږي

په امو سيند حوزه کې دتېلو تصفيه ځای جوړېږي

author avatar
30 Dec 2012 - 17:56
په امو سيند حوزه کې  دتېلو تصفيه ځای جوړېږي
author avatar
30 Dec 2012 - 17:56

کابل ( پژواک ۱۰ مرغومى ۹۱) : د اموسيند حوزه کې په ۷۰۰ميليونه ډالره پانګونه دتېلو تصفيه ځاى جوړېږي ،چې په جوړېدو سره به يې بهر ته دافغانستان دخامو تېلو وړلو مخه ونيول شي .

 د افغانستان له پانګونې د ملاتړ اداره ( آيسا ) وايي ،چې دغه تصفيه ځای به په ورځني ډول د ۶۰ زره بشکې خامو تېلو د تصفيې ظرفيت ولري .

 ددغې ادارې رييس وفي الله افتخار نن په کابل کې خبري غونډې ته وويل ، چې د تېلو دغه تصفيه ځاى د افغان – امريکا(AFAMCO) ګډ شرکت لخوا جوړېږي او افغانستان به دخامو تېلو د تصفې له مخې پر خپل مټ متکي شي  .

 هغه زياته کړه ، چې په دغه تصفيه ځای کې به د ۳۶ زره کسانو لپاره دکار زمينه هم مساعده  شي .

 افتخار پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ددغه شرکت بنسټيز او تخنيکي کارونه به د ۲۰۱۵ کال تر پايه بشپړ شي او د ۲۰۱۶ کال په لومړيو کې به په دغه تصفيه ځای کې فعاليت پيل شي .

 دايسا رييس زياته کړه : (( ددغه تصفيه ځاى په جوړولو سره به نور ددې اړتيا نه وي ،چې دخپل هېواد خام تېل ، بهرنيو هېوادونو ته دتصفيې لپاره ولېږدوو، دا زموږ د ټولو لپاره يو ښه زېری دی ،چې ددغه شرکت له پانګونې سره به له افغانستان څخه دبهرنيو اسعارو دوتلو مخه ونيول شي .))

 داپه داسې حال کې ده،چې دکانونو وزارت وايي ، دا مهال افغانستان د دتېلو دمعياري  تصفيه ځای د نه شتون په  سبب له عمده اقتصادي ستونزو سره مخ دی ، ځکه چې زيات خام تېل له استخراج وروسته دتصفيې لپاره ترکمنستان ته لېږدول کېږي او هر کال په مېليونو ډالر دتېلو د سکتور په برخه کې لګېږي .

 ټاکل شوې ، چې دغه تصفيه ځای  داموسيند دتېلو حوزه کې ، چې په سرپل او يوه برخه يې په فارياب ولايت کې موقعيت لري ؛ جوړ شي .

 د هغې سروې پر بنسټ،چې دپخواني شوروي اتحاد پر مهال شوې ،د امو سيند د تېلو په حوزه کې په تخميني ډول د۸۷بيرله تېلو اټکل شوی، خو دبهرنيو شرکتونو تازه سروې د۲۵۰ ميليونه بېرلو دشتون وړاندوينه کړې او تر دې يې هم د زيات شتون امکان شته . 

 د ايسا ادارې رييس وايي،چې په هېواد کې دتېلو دخصوصي سکتور د دوران د اچولولپاره هر کال څلورميليارده امريکايي ډالره مصرفېږي ، چې دا خورا لوی لګښت دی ، خو دکورنۍ او بهرنۍ پانګونې په را جلبولو سره کولای شو ، د هغو له لګښت څخه د هېواد په دننه کې ګټه پورته کړل شي .

 د اموسيند دتېلو حوزې داکتشاف او وېستلو تړون د ۱۳۹۰ کال په مرغومي مياشت کې د کانونو وزارت او د چين د تېلو ملي شرکت (CNPCI)  تر منځ لاسليک شو .

 دکانونو وزارت وايي ، چې دغه قرار داد د ۲۵ کلونو لپاره دی او دولت به په ټوليز ډول ددغې حوزې دتېلو د استخراج له درکه نږدې اوه ميليارده ډالر عوايد ولري .

 دتړون دموادو له مخې ، دچين دتېلو ملي شرکت ژمن دی، څو دتېلو يوه تصفيه خونه هم تاسيس کړي ،چې په کال کې به  ديو ميليون ټنه تصفيې ظرفيت ولري.

Views: 102

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.