لښکرګاه (پژواک ١٤مرغومى ٩١) : د هلمند د ناوې ولسوالۍ د مرکزي جامع جومات ملا امام د ناپېژاندو وسلوالو لخوا ووژل شو.
ددې ولايت دحج او اوقافو پخواني رييس قاري مختار احمد حقاني د مرغومي په ١٤ مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د ناوې ولسوالۍ دجامع جومات ملا امام مولوي شاه ولي تېر ماښام تر لمانځه وروسته د کلي په جومات کې وژل شوى دى.
هغه زياته کړه، درې تنه بريد کوونکي ، چې دپوليسو جامې يې پر تن وې، لومړى يې له ملا امام سره ناست کسان تلاشي کړي او بيا يې پرمولوي شاولي ډزې کړي او وژلي يې دي.
حقاني له امنيتي چارواکو څخه غوښتنه وکړه ، چې ددې پېښې عاملين ونيسي او د قانون له مخې ورته سزا ورکړي.
د امنيه قوماندانۍ دهمغږۍ مرستيال سمونوال محمد اسماعيل هوتک ومنله، چې مولوي شاه ولي د ناوې ولسوالۍ په زارس سيمه وژل شوى دى.
هغه زياته کړه، چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.
د ناوې ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړي څارن احمد شاه پژواک اژانس ته وويل ، داسې اوازه يې هم اورېدلى، چې بريد کوونکي دپوليسو په يونيفورم کې ورغلي دي .
دده په خبره، چې وژل شوى ملا امام له دې وړاندې په ګرمسېر ولسوالۍ کې دمرکزي جومات ملا امام وو او يوکال وړاندې ناوې ولسوالۍ ته راغلى دى.