Language

د هلمند پوليسو لسګونه کيلوګرامه ترياک نيولي

لښکرګاه (پژواک ١٦ مرغومى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې په هلمند ولايت کې پوليسو د عملياتو په  ترڅ کې ٢٤٥ کيلوګرامه وچ ترياک نيولي دي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال سمونوال محمداسماعيل هوتک د مرغومي په ١٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د چټک غبرګون قطعې د نادعلي ولسوالۍ د ترخه ناور په سيمه کې عمليات ترسره کړي دي.

د هغه په وينا، دغه عمليات د راپورونو پر بنسټ ترسره شوي، چې په پايله کې يې يو تن له ٢٢٥ کيلوګرامه وچو ترياکو سره نيول شوى او د هيرويينو د پروسس يوه کارخانه هم ويجاړه شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د يادې کارخانې وسايل هم پوليسو ترلاسه کړي دي.

هوتک دغه راز وويل، چې په همدې ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو هم په ګرمسېر ولسوالۍ کې ٢٠ کيلوګرامه ترياک، چې په موټر کې لېږدول کېدل، ترلاسه کړي دي.

هغه زياته کړه، چې د دغو نشه يي توکو لېږدوونکي په تېښته بريالي شوي او د نيولو په موخه يې پلټنې روانې دي.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د نشه يي توکو د نيولو په برخه کې د هلمند د پوليسو لاسته راوړنې ډېرې شوې دي.