لښکرګاه (پژواک١٧مرغومى٩١): چارواکو په هلمند ولايت کې د څلورو وسلوالو مخالفينو د وژلواو د اوو نورو د نيولو خبر ورکړ.
د هلمند د والي وياند احمد زيرک د مرغومي په ١٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د نوزاد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ځانګړو ځواکونو له خوا عمليات ترسره او پر مهال يې د دولت اوه مخالفين نيول شوي دي.
هغه زياته کړه، چې دغه عمليات افغان ځواکونو د خپلو پټو معلوماتو پر بنسټ ترسره کړي او چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتي.
دغه راز د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ په نوزاد ولسوالۍ کې څلور ماين خښوونکي د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
د هغه په وينا، پوليسو تېره ورځ په بېلابېلو ولسواليو کې ګڼ شمېر وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم نيولي دي.
وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.