لښکرګاه (پژواک ١٨ مرغومى ٩١): د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار اوسېدونکي په دغه ښار کې له وروستيو ناامنيو شکايت کوي.
د لښکرګاه د کارته لګان اوسېدونکي حاجي محمدقاسم پژواک اژانس ته وويل، په دې وروستيو کې په ښار کې ناامنۍ ډېرې شوې او زياتوي چې د ترهګريزو پېښو ترڅنګ انسان تښتونې او غلاوې هم ترسره کېږي.
د هغه په وينا، په تېره اونۍ کې د ناپېژانده وسلوالو له خوا درې تنه، چې يو دولتي او دوه ملکي وګړي وو، ووېشتل شول.
نوموړي زياته کړه، څو ورځې مخکې يې په سيمه کې يو ماشوم د وسلوالو له خوا وتښتول شو، چې بيا د پيسو په بدل کې راخوشى شو او له همدې امله اوس ډېرى خلک خپل ورځني کارونه په ډاډه زړه نه شي کولى.
د لښکرګاه ښار يو دوکاندار عبدالله هم پژواک اژانس ته له ناامنيو شکايت وکړ او زياته يې کړه، چې خلک په وېره کې دي، خپل ماشومان ښوونځيو ته په ډاډه زړه نه شي لېږلى او سوداګري هم په سمه توګه نه شي کولى.
نوموړي له امنيتي چارواکو غوښتنه وکړه، چې د امنيت په ټينګښت او د خلکو د ژوند د خونديتوب په برخه کې دې خپلې هڅې ډېرې کړي.
د خيرالله په نوم د لښکرګاه د شهيد غلتان سيمې اوسېدونکى وايي، چې دوه اونۍ وړاندې يې په سيمه کې په رڼا ورځ له يو سوداګر څخه په داسې حال کې دوه نيم ميليونه پاکستانۍ کلداري، اويا زره افغانۍ او يولس زره ډالر د پوليسو په يونيفورم کې واخيستل، چې د خپل کور مخې ته له موټره ښکته کېده.
ده وويل: ((په داسې حالاتو کې خلک څنګه خپل د ژوند چارې پر مخ بوځي، موږ له دولتي چارواکو غواړو، چې د امنيت په کابو کولو کې هلې ځلې وکړي.))
د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام هم نن په يوه خبري ناسته کې د وروستۍ ناامنيو پېښې ومنلې او زياته يې کړه، د دولت وسلوال مخالفين هڅه کوي، چې په سيمه کې ناامني رامنځته کړي.
نوموړي دا هم ومنله، چې د پوليسو له يونيفورم څخه د دولت مخالفين ګټه اخلي، چې په دې اړه امنيتي ځواکونو پلټنې پيل کړې دي.
د ده په خبره، په تېره اونۍ کې د ملي امنيت يو سرتېرى په ښار کې د ناپېژانده وسلوالو له خوا پر ډزو وژل شوى او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
امنيه قوماندان په خپلو خبرو کې وويل، چې د دې پېښې په تړاو يې دوه تنه نيولي، خو لا څرګنده نه ده، چې مجرمين به وي او که نه، خو خلکو ته يې ډاډ ورکړ، چې تر دې وروسته به دا ډول پېښې نه رامنځ ته کېږي.
نوموړي د ښار او سيمې له اوسېدونکو وغوښتل، چې د امنيت په ټينګښت کې له پوليسو سره مرسته وکړي.
د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې هم د پوليسو په يونيفورم کې يوه وسلوال د دې ولسوالۍ د مرکزي جومات ملا امام وواژه.