Language

د اردو يوه سرتېري يو برېتانوى عسکر وواژه او ٦ يې ټپيان کړل

لښکرګاه (پژواک ١٩ مرغومى ٩١): په هلمند ولايت کې د ملي اردو يوه سرتېري پر برېتانوي سرتېرو ډزې کړې، يو يې وژلى او شپږ يې ټپي کړي دي.

دا پېښه تېره شپه شاوخوا اته بجې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ملي اردو په يوه ټولي کې رامنځته شوې ده.

د دغه ټولي يوه سرتېري چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د مرغومي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ناڅاپه يوه سرتېري پر برېتانوي سرتېرو ډزې وکړې.

سرچينې زياته کړه، چې په ډزو کې يو برېتانوى سرتېرى ووژل شو او شپږ نور ټپيان شول.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د بريتانوي سرتېرو په ځوابي ډزو کې د ملي اردو بريد کوونکى سرتېرى هم وژل شوى دى.

د ملي اردو دغه سرتېري وويل، چې بريد کوونکى سرتېرى شيخ نومېده او د لغمان ولايت اوسېدونکى و.

په هلمند کې د ٢١٥ اتل قول اردو قوماندانۍ مرستيال جنرال غلام فاروق پرواني له دې پېښې ناخبري وښوده.

خو په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان په سوېل کې د ملي اردو په يونيفارم کې يوه تن د دوى پر سرتېرو ډزې کړې او يو سرتېرى يې وژلى دى.

ايساف که څه هم د دې پېښې کره ځاى او د وژل شوي سرتېري هويت نه دى په ډاګه کړى، خو زياته کړې يې ده چې له افغان مسوولينو سره په ګډه يې د دې پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

وروسته له هغه چې ٢٠١٢ د ناټو ځواکونو لپاره د داخلي بريدونو خونړۍ کال و، په ٢٠١٣ زېږديز کال د داخلي بريدونو دا لومړۍ پېښه وه، چې رامنځته شوه.

 ايساف وايي، چې د ٢٠١٢ کال پر مهال د افغان ملي ځواکونو له خوا په ٤٥ داخلي بريدونو کې يې ٦١ سرتېري وژل شوي دي.

Related Topics