Language

له هلمنده پاکستان ته قاچاق کېدونکي پوځي وسايل ونيول شول

لښکرګاه (پژواک ١٩ مرغومى ٩١): د هلمند امنيتي چارواکي وايي، پوليسو هغه اوسپنې، چې د کباړ په نوم پاکستان ته لېږدول کېدې، په داسې حال کې نيولې، چې نيمه روغ ټانکونه، پوځي وسايل او برېښنايي ماشينونه په کې وو.

په دې اړه د ګرشک امنيه قوماندان سمونمل ښادي خان د مرغومي په ١٩مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه وسايل پرته له قانوني اسنادو د ښوراب له پوځي اډې څخه يوه افغان سوداګر پاکستان ته لېږدول.

د هغه په وينا، په دې اړه پوليسو له وړاندې معلومات ترلاسه کړي وو، چې د اوسپنې په نوم روغ پوځي وسايل پرته له قانوني جواز څخه قاچاق کېږي.

نوموړى زياته کړه، چې په دغو وسايلو كې داسې توكي هم شته، چې تر دې مهاله ترې ګټه نه ده اخيستل شوې، خو د زړو اوسپنو په نوم ګاونډي هېواد پاکستان ته لېږدول کېدل.

ښادي خان وويل: ((دغه اوسپنې په پنځو بار وړونکو لويو موټرو کې بار شوي وو، چې نه يواځې د افغان ملي اردو بلکې د ايساف ګڼ پوځي وسايل هم په کې شته وو.))

د ده په خبره، که څه هم د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې، سوداګر اجازه لري د له کاره لوېدلو اوسپينو سوداګري وکړي، خو دغه اوسپنې چې پوليسو نيولې، روغ جنراتورونه، ټانکونه او د سرتېرو د خوب چپرکټونه په کې شامل دي او نوي دي.

هغه وايي، چې په دغو توكو كې د برېښنا د توليد جنراتورونه هم شته، چې د هر يو ارزښت شاوخوا سل زره امريکايي ډالره كېږي او همدا راز د پوځي موټرو ټايرونه هم شامل دي، چې ګټه ترې نه ده اخيستل شوې.

بلخوا په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د عامه اړيکو مسوول ډګروال محمدرسول ځاځي پژواک اژنس ته وويل، چې د پوليسو له خوا نيول شوي پوځي وسايل د ملي اردو نه، بلکې د ايساف اړوند دي.

د يادونې ده، چې دا په تېرو څو کلونو کې لومړى ځل دى، چې پاکستان ته په پوځي وسايلو بار موټر د امنيتي ځواکونو له خوا په هلمند کې نيول کېږي.

Related Topics