ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پنځو ولايتونو زرګونه کورنۍ له مواصلاتي اسانتياوو برخمنې کېږي

author avatar
16 Jan 2013 - 18:18
author avatar
16 Jan 2013 - 18:18

کابل (پژواک،٢٧مرغومى٩١): د ٦٢ کيلومتره سړک رغول او د څلور ميليونو ډالرو په لګښت د يو پول جوړېدل د پنځو ولايتونو زرګونه کورنۍ له مواصلاتي اسانتياوو څخه برخمنې کوي.

د دغو نهو پروژو قرارداد، نن په کابل کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت او لسو کورنيو خصوصي شرکتونو ترمنځ لاسليک شول.

د کليو د پراختيا وزير ويس برمک وويل، لس کيلومتره سړک د کاپيسا ولايت په جمال اغا ولسوالۍ کې پخېږي او ٤٧ کيلومتره نور سړک په ننګرهار، بدخشان، سمنګان او جوزجان ولايتونو کې رغول کېږي.

هغه زيات کړه، د بدخشان ولايت په کشم ولسوالۍ کې د ٣٤ مترو په اوږدوالي د يوه پول رغول هم په دغو پرژو کې شامل دى.

برمک زياته کړه، ټاکل شوې د دغو پروژو کار د هر ولايت له اب هوا سره سم پيل او د يونيم کال په موده کې ګټي اخيستنې ته وسپارل شي، چې د دغو سړکونو او پول په ګټې اخيستنې سره به د يادو ولايتونو زرګونو اوسېدونکو ته مواصلاتي اسانتياوې برابرې شي.

د کليو د ‎پراختيا وزير وايي، د ملي پيوستون له شورا سره په همکارۍ يې يو پلاوى ټاکلى، ترڅو د پروژو له کار او کيفيت څخه سمه څارنه وکړي.

سرچيني زياته کړه: “که سيمه ييزو چارواکو د يادو پروژو په کار کې د شخصي ګټو لپاره لاسوهنه وکړه او يا شرکتونو په خپلو کارونو کې کومه تېروتنه وکړه، د کورنيو چارو وزارت د پوليسو له خوا به عدلي او قضايي ادارو ته به وروپېژندل شي.”

دا په داسي حال کې ده، چې د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ ځينو اوسېدونکو له پژواک سره په مرکو کې، د پراختيايي شوراګانو ځينې رييسان د کليو د پراختيا وزارت د پيسو په بېځايه لګولو تورن کړي وو.

ياد سړکونه چې په پنځو ولايتونو کې رغول کيږي، ډېرى يې غرني او تګ په کې ستونزمن دى، چې له امله يې خلک يې له زياتو ستونزو سره مخ وو.

خو د کليو د پراختيا وزير په هيله مندۍ سره وويل، د مرسته کوونکو هېوادونو او ډونرانو له مرستې سره به وتوانېږي، چې په بېړې د کليو او بانډو ستونزو ته لاسرسي ومومي.

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزير پژواک ته وويل، په روان کال کې يې ٥٢٣ پراختيايي پروژې د ٢٥٢ ميليونه ډالرو په ارزښت په ٣٤ ولايتونو کې پلي کړې دي، چې تراوسه هم په ولسواليو، کليو او بانډو کې يې کار دوام لري.

له بلې خوا ياد وزارت په ځينو ولايتونو کې د ناامنيو او له وسلوالو فعاليتونو څخه اندېښنه ښيي او وايي، چې ناامنيو تر ډېره بريده پراختيايي کارونه اغېزمن کړي دي.

د کليو د پراختيا وزير وويل: “په ځينو ولايتونو کې ناامني زموږ د پراختيايي کارونو خنډ ګرځېدلې؛ مونږ په زابل، بادغيس، ميدان وردګو او غزني ولايتونو کې ونه توانېدو چې خپلو پراختيايي پروژو ته وده ورکړو. “

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.