لښکرګاه (پژواک ٢٧ مرغومى ٩١): د هلمند په دوو ولسواليو کې د رامنځته شوو نښتو له امله اتو طالبانو او درېيو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال سمونوال محمداسماعيل هوتک د مرغومي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون ٦٠ طالبان د مارجې او نادعلي لويې لارې ته راوتلي وو.
هغه زياته کړه، چې په دې سيمه کې د پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوه، چې په پايله کې يې درې وسلوال طالبان ووژل شول او درې پوليس ټپي شوي دي.
د نوموړي په وينا، تر دې نښتې وروسته طالبان تښتېدلي او پوليسو يې په اړه چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
بلخوا د ايساف هوايي ځواک تېره ورځ ناوخته د نادعلي ولسوالۍ په کومکي سيمه کې پر طالبانو بريد کړى دى.
د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان عمر جان حقمل پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه بريد کې يو وسلوال طالب وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.
وسلوالو طالبانو د هلمند په کجکي، مارجه او نهر سراج سيمو کې د افغان او بهرنيو سرتېرو د وژلو ادعاوې کړې دي.