ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: د دوبۍ په غونډه کې مو ګډون نه درلود

طالبان: د دوبۍ په غونډه کې مو ګډون نه درلود

author avatar
18 Jan 2013 - 11:51
طالبان: د دوبۍ په غونډه کې مو ګډون نه درلود
author avatar
18 Jan 2013 - 11:51

کابل پژواک٢٩مرغومى٩١): وسلوالو طالبانو د دوبۍ په غونډه کې خپل ګډون رد کړ، چې وړمه ورځ پيل شوې وه او بېلابېل افغان اړخونه پکې په هېواد کې د سولې او ټيکاو د رامنځته کېدو پر لارو چارو سره خبرې وکړې.

د ملي ايتلاف وياند فضل الرحمن اوريا  نن پژواک  خبرى اژانس ته وويل چې، دا غونډه د پګواش “Pugwash” په نوم د يوه نړيوال سازمان په نوښت جوړه شوې وه او تېره ورځ پاى ته ورسېده.

د هغه په وينا، په دې ناسته کې د افغانستان د يو شمېر سياسي ګوندونو، مدني ټولنې، ملګرو ملتونو او د افغانستان د حکومت استازي ګډون درلود.

د غونډې په پيل کې ځينو ګډونوالو پژواک ته ويلي و، چې د طالبانو استازي هم په دې ناسته کې ګډون لري، خو وسلوالو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دې غونډه کې خپل ګډون رد کړ.

طالبانو ويلي ، چې دوى يادې غونډې ته کوم استازى نه دى لېږلى او کوم کسان چې ځان د طالبانو استازي بولي، ددوى استازي نه دي.

په خبرپاڼه کې راغلي:” ټولو ته معلومه ده ، چې اسلامي امارت د سياسي چارو لپاره د سياسي دفتر په بڼه مشخص جهت لري، چې په سياسي غونډو کې د ګډون لپاره کسان د همدې جهت له خوا معرفي کېږي او د دې جهت لخواد دوبۍ غونډې ته څوک نه دي استول شوي . ” 

د ياې غونډې يوه ګډونوال چې نه يې غوښتل نوم يې واخستل شي د غونډې په پيل کې پژواک ته ويلي وو چې قاضي امين وقاد، مولوي شهزاده شاهد، فاضل سانچارکي، شهزاده مظلوميار، سيدعزيز ظهير، انجنير خليل، وحيد مژده، ضياء بوميا او دغه راز له پاکستان څخه په افغانستان کې د پاکستان پخوانى سفير رستم شاه مهمند او اسد درانى په غونډه کې برخه لري او حزب اسلامي ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

خو د  ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د ګوند پخواني وياند قريب الرحمن سعيد له پژواک سره په خبرو کې ددغه غونډي له جوړيدو بي خبري ښودلې وه.

هېره د ېنه وي، چې دې سازمان تېر کال هم د افغانستان په اړه يوه ناسته جوړه کړې وه.

دا سازمان د سولې په رامنځته کېدو کې زياته تجربه لري او په ١٩٩٥زېږديز کال کې يې د سولې نړيواله جايزه هم ترلاسه کړې ده.

د تېرې ليندۍ مياشتې په وروستيو کې هم د فرانسې د ستراتيژيکو څېړنو د ادارې لخوا په پاريس کې يوه غونډه جوړه شوې وه، چې د وسلوالو طالبانو، حزب اسلامي او د دولت د يو شمېر سياسي مخالفو ګوندونو استازيو پکې ګډون وکړ.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.