هرات (پژواک د سلواغې لومړۍنېټه٩١): د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې يوې چاودنې دوه وروڼه وژلي او دوه ښځې يې ټپيانې کړې دي.
د شينډنډ امنيه قوماندان سمونوال غلام سخي حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه تېره شپه هغه مهال د ولسوالۍ مرکز په يوه کور کې رامنځته شوه، چې د يوې کورنۍ غړي د اوسپنيزو توکوپه جلاکولو بوخت وو.
هغه زياته کړه، چې په دې حال کې پرې د اوبوس مرمۍ چاودېدلې،چې له امله يې د کور مالک او د هغه ورور وژل شوي او دهغه ښځه او ښينه يې ټپيانې شوې دي.
د امنيه قوماندان زياته کړه، چې ټپيان د شينډنډ روغتون ته ليږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
خو د هرات د عامه نظم پوليسو د مطبوعاتو مسوول جان علي سلطاني وويل، چې دکره معلوماتو له مخې، ياده چاودنه د ميرحمزه په کور کې شاوخوا لس بجې ، چې د ماين پر جوړولو بوخت و رامنځته شوې، چې په پايله کې يې دى او د نوموړي ورور وژل شوي او پکې دوه نورې ښځې ټپيانې شوې دي.
خو د شينډنډ امنيه قوماندان وويل، چې دا ورانکاره پيښه نه وه او د کور څښتن ټول اوسپنيز توکي د خرڅلاو لپاره راټول کړي و.
هغه زياته کړه،چې د پخواني شوروي قواوو له راهيسې اوس هم د شينډنډ د هوايي ډګر څنډو کې ډېر زاړه اوسپنيز توکي په خپل ځاى پاتې دي، چې خلک يې راټولوي او خرڅوي يې.
سرچينې وويل،چې په شينډنډ ولسوالۍ کې د ناچاودو مرميو او ماينونو شتون د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړى او بايد ياده سيمه ترې پاکه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د هېلوټرسټ ماين پاکۍ موسسې مشر فريد همايون په هرات کې ويلي و، چې په اخرنيو پنځو کلونو کې د کرخ، اوبې او چشت شريف ولسواليو ټولټال ٥٤ کيلو متره مربع ځمکه، د ٣٠ کيلو متره مربع جګړه ځپلو سيمو په ګډون له نه چاودو توکو او ماينونو څخه پاکه کړې او دشينډنډ ولسوالۍ په ګډون ١٢ نورې ولسوالۍ، چې د ماينونو له خطر سره مخ دي، د يوه ځانګړي پلان له مخې به يې پاکې کړي.
بلخوا د لوېديځې حوزې پوليسو د مطبوعاتو مسوول سمونوال عبدالرووف احمدي وايي، چې تېر ماښام د هرات ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کې چاودنه رامنځ ته شوې، چې په پايله کې يې چاته زيان نه دى اوښتى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP