Language

لښکرګاه (پژواک ٢ سلواغه ٩١ ): د هلمند ولايت په ځينو پېښو کې د يوه قوماندان په ګډون نهه وسلوال طالبان او يو د پاڅون غړى وژل شوي دي.

د دغه ولايت په ګرشک ولسوالۍکې د پوليسو د لومړي کنډک قوماندان سمونوال ستارخان نورزي د سلواغې په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون پوليسو د نهرسراج  په شاوخوا سيمو کې عمليات ترسره کړل.

هغه زياته کړه، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې ٨ وسلوال طالبان ووژل شول او شپږ نور ټپيان شوي شوي. مړي يې پوليسو ترلاسه او وروسته يې د سيمې خلکو ته سپارلي دي.

د نوموړي په وينا، په دغو عملياتو کې د طالبانو يو کرولا موټر او څلور موټرسايکلونه له منځه وړل شوي او له هغوى څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

نورزي دغه راز وويل، چې تېره ورځ په سيمه کې د پاڅون کوونکو د مشر زوى،  چې په خپله سيمه کې يې يو ماين کشف کړى و، پر هغه چاودېدلى او وژل شوى دى.

د يو بل خبر له مخې، په ناوه ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو پر ضد ايساف هوايي عمليات کړي دي.

د ناوې امنيه قوماندانۍ لومړي څارن احمد شاه پژواک ته وويل، په دغه هوايي بريد کې، چې پر ترخه ناور سيمه کې شوى، د ګلالي په نوم يو سيمه ييز طالب قوماندان وژل شوى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي د طالبانو د وژل کېدو په اړه څه نه وايي، خو په نهرسراج کې يې د دوو اربکيانو د وژلو ادعا کړې ده.