ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې د دولت ١٢ وسلوال مخالفين وژل شوي

په هلمند کې د دولت ١٢ وسلوال مخالفين وژل شوي

author avatar
27 Jan 2013 - 14:16
په هلمند کې د دولت ١٢ وسلوال مخالفين وژل شوي
author avatar
27 Jan 2013 - 14:16

لښکرګاه (پژواک ٨ سلواغه ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې په هلمند کې د دوو بېلو عملياتو پر مهال ١٢ وسلوال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د هلمند د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړي څارن عمرجان حقمل د سلواغلې په ٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې درې ورځې وړاندې د ملي پوليسو، ملي اردو او عامه نظم ځواکونو له خوا د نادعلي او مارجې ولسواليو په يو شمېر سيمو کې عمليات ترسره شول.

د هغه په وينا، دغه عمليات تېره ورځ ناوخته پاى ته ورسېدل، چې په ترڅ کې يې ۹ وسلوال طالبان ووژل شول او يو شمېر وسلې او مهات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلل.

نوموړي زياته کړه، ياد عمليات د نادعلي او مارجې ولسواليو په ګډه دښتي سيمه عصمت بازار كې ترسره شوي، چې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بلخوا د ايساف ځواکونو او پوليسو له خوا هم د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې عمليات شوي، چې په پايله کې يې درې وسلوال مخالفين وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

په نهرسراج کې د عامه نظم پوليسو د لومړي کنډک قوماندان سمونوال عبدالستار نورزي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه عمليات يې د ځايي اوسېدونکو په غوښتنه ترسره کړي دي.

نوموړي زياته کړه، د عملياتو پر مهال، چې د نهرسراج د باغرانيانو په كلي كې ترسره شول، يو شمېر وسلې او يوه اندازه مهمات هم لاس ته ورغلي او ګډو ځواكونو او ملكي خلكو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.