Language

لښکرګاه ( پژواک ١٢ سلواغه ٩١ ) : د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د مړزانو جنګولو په مېله کې د چاودنې له امله يو تن ووژل شو او ٨ نور ټپيان شول.

د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل ښادي خان د سلواغې په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا چاودنه په شاوخوا دولس نيمو بجو شوې ده.

هغه زياته کړه، چې ناپېژاندو کسانو د مړزانو په مېله کې له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل درولى و او بيا يې د ريموت کنټرول په وسيله چاودنه ورکړې ده.

امنيه قوماندان وويل، چې په دې چاودنه کې يو ١٣ کلن هلک وژل شوى او د څلورو نورو ماشومانو په ګډون ٨ تنه ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، ټپيان د ګرشک ولسوالۍ کلينيک او د لښکرګاه ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د هدايت الله په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه ډېره زوروره وه.

په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل ،چې څلور تنه ټپيان ددوى روغتون ته په لاره دي.

وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics