Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل(پژواک٢٥سلواغه٩١) : د امريکا پراختيايي اداري اعلان وکړ ، چې په راتلوونکو څلورو کلونو کې له کوچنيو او متوسطو متشبثينو سره  ١٠٥ميليونه امريکايي ډالره مرسته کوي .

د امريکا متحده ايالاتونو د پراختيايي ادارې مرستيالې Brooke Isham  نن په کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال وويل ، چې د دوى اداره VEGA ، او IESCادارو په مرسته  غواړي، چې د (ابادۍ) پروګرام تر عنوان لاندې  د افغانستان له کوچنيو او متوسطو  متشبثينو سره د هغوى د کاري ودې په موخه په راتلوونکو څلورو کلونو کې ١٠٥ امريکايي ډالره مرسته وکړي .

هغې زياته کړه ، چې په تيرو کلونو کې  تشبث په افغانستان کې ښه پايله درلوده او افغان متشبثينو هم ثابته کړې ، چې په سختو حالاتو کې هم کولاى شي ، چې د خپل تشبث له لارې خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.

 په ياده غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزير ډاکترانوارلحق احدي وويل ، چې د ابادۍ پروګرام د افغانستان ښځو ، ځوانانو او نورو لپاره د کار زمينه برابر وي .

هغه زياته کړه ، چې ياد پرګرام په درېيو برخو کې له متشبثينو سره مرستې کوي او ٦ زره کسانو ته د کار زمينه برابر وي  .

د ا حدي د معلوماتو له مخې ، په دې پروګرام کې  د کوچنيو او متوسطو متشبثينو لپاره د تړونونو زمينې برابرول ، د تخنيکي همکارۍ  ترڅنګ سوداګريزې مشورې او د هغو خنډونو لرې کول  شامل دي ،چې افغان  متشبثين ورسره مخ دي .

هغه زياته کړه ، سوداګرۍ وزارت هڅه کوي ، چې د بهرنيو مرستنديانو په مرسته دافغانستان توليداتو ته پراختيا ورکړي .

د امريکا دپراختيايي ادارې د معلوماتو له مخې، دافغانستان ٧٥سلنه کارګران په کوچنيو او متوسطو تشبثاتو کې په دنده بوخت دي، چې دغه تشبثات  د افغانستان ٥٠ سلنه ناخالص توليدات  جوړوي .

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.