کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩١): د افغانستان، هند او امريکا ترمنځ درې اړخيزه غونډه نن په نوي ډيلي کې پيل شوه.
په نوي ډيلي کې د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د کب په لومړۍ نېټه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د درې واړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو د مرستيالانو په کچه چارواکي برخه اخلي.
سرچينې زياته کړې، چې په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جاوېد لودين، د مرکزي او سوېلي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال رابرټ بلاک او د افغانستان، پاکستان او ايران لپاره د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستيال واى کى سنها د خپلو خپلو هېوادونو د پلاوو مشري کوي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرچينې وايي، چې په دې غونډه کې به د سيمې او افغانستان پر امنيتي او اقتصادي حالاتو خبرې وشي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دا رد کړې؛ چې ګواکې دا ډول غونډې د پاکستان يا کوم بل ګاونډي په زيان تمامېږي.
د يادونې ده، چې تر دې مخکې د يادو هېوادونو تر منځ لومړۍ درې اړخيزه غونډه د ٢٠١٢ زېږديز کال د سپټمبر په مياشت کې په واشنګټن کې شوې وه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن