چاريکار (پژواک ١٤ حوت ٩١): د پروان ولايت د شېخ علي ولسوالۍ د پوهنې د کار کوونکو د دوو مياشتو د تنخوا ٥،٧ ميليونه افغانۍ وسله والو غلو وړې دي.
د پروان د پوهنې رييس زلمي شهيد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پيسې تېره ورځ له غرمې وروسته د ولايت له مرکز څخه د شېخ علي ولسوالۍ ته د لېږد پر مهال د دې ولسوالۍ د تنګي لعلي له سيمې غلو وړې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پيسې له مرکز چاريکارو څخه د يادې ولسوالۍ د پوهنې امريت په کرولا موټر کې د شېخ علي د پوهنې کار کوونکو له چاريکارو څخه شېخ علي ته لېږدولې.
دى وايي، چې د تنګي لعلي په سيمه کې دوو وسله والو غلو موټر درولى و، لومړى د پوهنې کارکوونکي يې ډبولي او پيسې يې له ځان سره وړې وې.
د شېخ علي ولسوال هم دغه پېښه تاييدوي او وايي، چې غلو د پوهنې کار کوونکي لومړى ډبولي او هوايي ډزې يې هم کړې وې.
دى وايي، چې غله په تنګي لعلي کې له پيسو سره يو ځاى د غره خوا ته تښتېدلي دي.
د پروان د پوهنې مشر وايي، دا لومړى ځل دى چې په دغه ولايت کې داسې پېښه رامنځته کېږي.
هغه وويل، چې د پېښې په اړه يې د پوهنې وزارت ته راپور ورکړى او د شېخ علي د ښوونکو او پوهنې رياست د نورو کار کوونکو د دوو مياشتو (مرغومي او سلواغې) د تنخوا په اړه به تصميم ونيسي.
د پوهنې وزارت وياند امان الله ايمان وايي، دغه وزارت ياده موضوع جمهوري رياست ته وړاندې کوي .
ده وويل ، چې د وړانديز د قانوني پړاوونو تر وهلو وروسته به د هغو کسانو تنخوا حواله شي ، چې د تنخوا پيسې يې غلو وړي دي .
Views: 6
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP