کندوز ښار (پژواک، ١٥ کب ٩١): د کندوز امنيتي چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکز کې د ايساف په هوايي بريد کې د وسله والو طالبانو د ماين جوړولو يو ماهر ووژل شو.
د کندوز د امنيه قوماندانۍ وياند سيدسرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه نن مازيګر په شاوخوا درې نيمو بجو د کندوز ښار د درېيمې ناحيې په زاخېلو سيمه کې رامنځ ته شوه.
د هغه د معلوماتو له مخې، وژل شوى تن چې له څه مودې راهيسې يې امنيتي ځواکونه په لټه کې وو، د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ د يتيم کلي اوسېدونکى و او غوښتل يې په کندوز ښار کې ورانکارې کړنې ترسره کړي.
د هغه په وينا، د وسله طالبانو د ماين جوړولو دغه ماهر، چې له خپلې سيمې څخه د کښتۍ له لارې زاخېلو ته راغلى، د ايساف په بمبار کې په نښه او ووژل شو.
د حسيني د معلوماتو له مخې، د نوموړي سوځېدلى جسد په داسې حال کې په سيمه کې پروت دى، چې يوه تومانچه او يوه اندازه چاودېدونکي توکي هم ورسره و.
د زاخېلو سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، نن مازيګر په سيمه کې الوتکو بريد وکړ، خو کله چې سيمې ته ورغلل، هلته يو جسد پروت و.
دى وايي، نه پوهېږي چې دا کس څوک دى او له وسله والو طالبانو سره يې اړيکه لرله که نه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP