کابل ( پژواک،٢٨ کب ٩١): نن په کابل ښار کې سلګونو لاريون کوونکو ، د لوړو زده کړو وزير د ګوښه کېدو او د کانکور ازموينې دپايلو د باطل اعلانېدو غوښتنه وکړه .
د لوړو او نيمه لوړو زده کړو په دولتي موسسوکې د شموليت په موخه ١٧٥ زرو د ١٢ ټولګي فارغانو د کانکور په ازموينه کې برخه واخيسته .
له دې کسانو څخه شاوخوا ٤٢ زرو تنو د لوړو زدکړو او له ١٣ زرو څخه ډېرو د نيمه لوړو زده کړو موسسو ته لار ومونده .
خو د دې ازموينې پر پايلو نيوکې او پر ضد لاريونونه وشول.
لاريون کوونکو د کانکور په ازموينه کې د پراخو درغليو ادعا لرله . له لاريون کوونکيو څخه ډېرو يې ويل ، چې د هېواد له پلازمېنې کابل څخه د ځينو ولايتونو د برياليو کسانو د سلنې ډېرې لوړتيا د کانکور پايلې تر پوښتنې لاندې راوستې دي .
له فارياب ، اروزګان، هلمند او ډايکنډي څخه د کانکور په ازموينه کې د برياليو ګډونوالو سلنه تر ٧٥ لوړه وه ، خو په کابل دغه سلنه شاوخوا ١٦ ته رسېده .
نن هم د ځوانانو د بېلابېلو بنسټونو سلګونه کسانو د کابل ښار له زرنګارپارک څخه د ملي شورا تر ودانۍ سوله ييز لاريون وکړ.
( مرګ پر ملي خاينانو، مرګ په درغلګرو،موږ خپل حق غواړو،مرګ د ايران په غلامانو، ،مرګ د لوړو زده کړو په وزير،مرګ دپنجاب په غلامانو او دکانکور پايلې نه منو.) د لاريون کوونکيو له شعارونو څخه و.
د ځوانانو د بنسټ غړي او د لاريون يوه ګډونوال اسرار کريمزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کانکور پايلې سمې نه دي او بايد لغوه شي.
هغه چې د نورو په استازيتوب يې خبرې کولې، له ولسمشر او ملي شورا وغوښتل ، چې په کانکور کې د درغليو له امله د لوړو زده کړو وزير له دندې ګوښه کړي.
کريمزى وايي، چې د ځوانانو د بنسټونو کسانو تېره اونۍ هم لاريون وکړ او له ولسي جرګې يې يادې غوښتنې وکړې .
دى وايي، چې لاريون کوونکي نن له مشرانو جرګې غواړي ، چې غږ يې واوري.
د ولسي جرګه غړى رمضان بشر دوست هم د ملي شورا په مخ کې له لاريون کونکو سره يوځاى شو.
بشردوست وويل : (( هغه افغان،چې په کانکور ازموينه کې په خپل کوښښ او زيار سره بريالي شوى هغه که د دايکنډي وي که د غور وي که د هلمند وي که د ننګرهار وي که د بدخشان ، هغه ته بايد درناوى وشي او هغه افغان چې د درغليو له لارې په کانکور کې بريالي شوي ، هغه که دکرزي زوى وي او که د فهيم او خليلي ورور او که د بشردوست زوى ، بايد محاکمه شي او په خپله سزا ورسول شي.))
لاريون کوونکيو ولسمشر ته يو ليک ليکلى او نن يې د رسنيو په واک کې ورکړ.
په ليک کې د کانکور د پايلو د باطلېدو او دکانکور لپاره د موقتې باصلاحيته ملي کمېټې د جوړېدو غوښتنه شوې او په کې راغلي ، چې د درغليو د مخنيوي په موخه دې تحصيلي ونډه او امکانات د ولايتونو د نفوس پر بنسټ ووېشل شي.
په ليک کې د لوړو زده کړو د وزير ، د کانکور کمېټې د غړو او د دې وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ څانګې د کارکوونکو له دندې د ګوښه کېدو غوښتنه هم شوې ده .
دغه راز په ليک کې غوښته شوې، چې د پوهنې او روزنې د متخصصينو او مدني ټولنو د غړو په ګډون دې يو کنفرانس جوړ شي ، تر څو د کانکور ازموينې لپاره يوه طرحه جوړه کړي.
د لوړو زده کړو وزير د ملي شورا دواړو مجلسونو ته ورغوښتل شوى و، تر څو د کانکور په ازموينه کې د درغليو د شتون په اړه ځواب ورکړي.
مشرانو جرګې ويلي، چې د کانکور د ازموينې کمېټه دې لغوه شي او پر ځاى دې داسې ملي کمېټه جوړه شي، چې د لوړو زده کړو وزارت تر اغېز لاندې نه وي.
دغه راز ولسي جرګې پرېکړه کړې ، چې د کانکور د پايلو څېړلو لپاره دې د ملي شورا ، مدني ټولنو او لوړو زده کړو وزارت د استازو په ګډون يو کمېسيون جوړ شي.
د لوړو زده کړو وزير عبيدالله عبيد که څه هم د کانکور ازموينې په بهير کې ځينې ستونزې منلي، خو ټينګار يې کړى، چې د ځوابونو پاڼې د ځانګړو ماشينونو پر مټ کتل کيږي او دا کار د درغلۍ امکان له منځه وړي.
عبيد د کانکور ازموينې د ځوابونود پاڼو د وتلو ادعاوې رد کړې او ويلي يې دي ، چې دغه پاڼې تر ازموينې وروسته جوړېږي.
هغه ويلي، چې د کانکور ازموينې اړونده ادارو ته يې امر کړى، چې د ازموينې د معترضو ګډونوالو شکايتونه وڅېړي.
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن