Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تخار کې ٢٠٠ ټولګټې پروژې پلې شوې

تالقان (پژواک ٧ ورى ٩٢ ): تېر کال په تخار ولايت کې ٢٠٠ ټولګټې پروژې د نږدې زرو کورنيو لپاره ګتې اخيستې ته سپارل شوې، خو د دغه ولايت د ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي بيا شکايت کوي، چې له دې پروژو نه بې برخې دي.

دغه پروژې د تخار د کليو او پراختيا رياست له خوا په مرکز تالقانو او اتو نورو ولسواليو کې عملي شوې دي.

د تخار ولايت د کليو او پراختيا رييس انجينر راز محمد فيض وايي، چې په دغو پروژو کې د ٢٠٠ کيلومتره نه زيات سړک ترميم او جغل اچونه، د ٧٢٠ پلچکونو جوړول، د اوبو رسولو د ١١٥٠٠متره شبکې غځول او د ٧٣٥ ژورو او نيمه ژورو څاګانو کېندل شامل دي.

هغه پژواک خبرى اژانس ته وويل، چې د برېښنا د ٢٢ کوچنيو بندونو، د خړوبولو د ١٥٤ کانالونو، ٤٢ ټولنيزو مرکزونو، استنادي دېوالونو او نورو … برخو رغول په دغو پروژو کې شامل دي.

فيض زياته کړه، چې دغه پروژې په فرخار، ورسج، کلفګان، چاه اب، خواجه غار، بهارک، نمک اب او د تالقانو ښار شاوخوا سيمو کې پلي شوې او تر زرو پورې کورنۍ ترې ګټه اخيستاى شي.

د تخار د کليو او پراختيا رييس وويل، چې دغه پروژې د کليو او پراختيا وزارت د ٨٢ ميليونه افغانيو په لګښت او د خلکو د لس سلنې په ونډې اخيستو بشپړې شوې دي.

خو يو شمېر خلک بيا دغه پروژې بې ګټې بولي.

د خواجه غار ولسوالۍ يوه اوسېدونکي دين محمد وويل: “زموږ په ولسوالۍ کې يوه ژوره څاه په زياتو پيسو وکيندل شوه، خو له اوبو مو يې ګټه وانه خيسته.”

هغه زياته کړه، چې د کليو او پراختيا رياست ځمکه نږدې ٢٥٠ متره ژوره کړه، خو دا چې اوبه ډېرې ښکته وې، ګټه يې ونه کړه.

هغه وويل، چې د دې ولسوالۍ ډېر خلک د ده په څېر مال لرونکي دي، دوى او مالونه يې د نهرونو او سيندونو اوبه کاروي او د څاګانو اوبو ته سخته اړتيا لري.

له بل اړخه بيا د دغه ولايت د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې تېر کال يې په سيمو کې پروژې نه دې پلې شوې.

د رستاقل ولسوالۍ اوسېدونکي نوروز وويل: “تېر کال زموږ په ولسوالۍ کې هېڅ کار نه دى شوى، خلک د سړک، پلونو او پولګټو جوړولو ته سترګې پر لاره دي.”

هغه چې ځان د دې ولسوالۍ د الاخ ساى کلي مخور را پېژني، زياتوي، چې دوه کاله وړاندې د دې ولسوالۍ په ډېرى ساحو کې د ملي پيوستون له لارې زياتې پروژې پلې شوې، خو تېر کال بيا د بيارغونې څه څرک نه ترسترګو کېږي.

دغه مخور وويل، چې په څو نورو ولسواليو کې هم ورته ستونزه موجوده ده.

د کليو او پراختيا رييس وويل، چې د ملي پيوستون د پروګرام لومړى پړاو په رستاق، دشت قلعه، ينکى قلعه، خواجه بهاوالدين، هزارسموچ او بنګى کې بشپر شوى دى، چې له دې امله په هغه ځاى کې تېر کال هېڅ کومه پروژه نه ده عملي شوې.

هغه هيله څرګنده کړه، چې په روان کال کې به د دغو پروژو دويم پړاو پيل شي او د خلکو لومړنۍ اړتياوې به په نظر کې ونيسي.

نوموړي زياته کړه، د روان کال لپاره ٥٠٠ پروژې تر لاس لاندې لري، چې د روان کال تر پايه به بشپړې او د دغو ولسواليو خلک به ترې ګټه واخلي.

دتخار د کليو او پراختيا رياست وايي، د ملي پيوستون پروګرام له پيل نه تر دې دمه د دغه ولايت ١٦ ولسوالۍ او تالقان ښار د دغه پروګرام تر بشپړ پوښښ لاندې راغلي دي. ياد پروګرام شپږ کاله وړاندې پيل شوى دى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.