کابل (پژواک ١١ ورى ٩٢): د وسله والو طالبانو له خوا خوشې شوى ترکى انجنير به سبا خپل هېواد ته واستول شي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د سرتاج په نوم ترکى انجنير ، دوه کاله مخکې د طالبانو له خوا د شکمنو فعالیتونو په جرم له اسنادو او شواهدو سره نيول شوى و.
سرچينې زياته کړې، چې دغه انجنير يې د ترکیې د چارواکو په غوښتنه د طالبانو د مشرتابه له لوري د دغه هېواد د ښه نیت له مخې پرون مازيګر ناوخته د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ د سه پدر په سیمه کې د هغه هېواد استازو ته وسپارل شو .
طالبانو ويلي، چې نوموړى د بند په ټوله موده کې د زنداني په توګه له ټولو ورکړل شوو انساني او بشري حقوقو برخمن وو.
د کاپيسا ولايت چارواکو او په کابل کې د ترکيې سفارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو د اناتولا په نوم د ترکيې يوې رسنۍ د وري په ١١مه خبر ورکړى، چې د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردغان د دغه انجنير په خوشې کېدو خوښي څرګنده کړه او د هغه له مور سره يې په ټيلېفوني اړيکه نيولې او هغې ته يې د زوى پر خوشې کېدو مبارکي ورکړې ده.
دغې رسنۍ ويلي، چې خوشې شوى انجنير نن په کابل کې د ترکيې سفارت ته رسول شوى او ټاکل شوې سبا ترکيې ته ولېږدول شي.
د يادونې ده، چې تېره مياشت په کندهار ولايت کې يو ترکى انجنير له خپل يوه ژباړونکي سره وژل شوى و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن