Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې وسله والو د دوو انجنيرانو په ګدون درې تنه وژلي

غزني (پژواک ۲۶ وری ۹۲): د غزني چارواکي وايي، چې د اندړو ولسوالۍ اړوند د ناني په سيمه کې وسله ولو د يو ودانيز شرکت دوه انجنيران او يو کارګر وژلي او يو بل تن يې ټپي کړى دى.

د غزني د والي وياند فضل الرحمن سباوون د وري په ٢٦مه پژواک خبرى اژانس  ته وويل، چې دغه کسان له قره باغ ولسوالۍ څخه غزني ښار ته پر لاره وو، چې وسله والو د اندړو ولسوالۍ په ناني سيمه کې له موټره ښکته کړي او بيا يې وژلي دي.

نانى د کابل-کندهار د لويې لارې پر سره د اندړو ولسوالۍ اړوند سيمه ده.

د سباوون په وينا، دغه کسان د ننګرهار او لغمان ولايت اوسېدونکي دي او د افيک په نوم له يو ودانيز شرکت سره يې کار کاوه.

د ملکي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت وايي، پرون مازيګر ناوخته روغتون ته د دوو انجنيرانو او يوه کارګر مړي  او يو ټپي ور وړل شوي دي.

همت زياتوي، نن سهار يې د وژل شوو مړي د هغوى خپلوانو ته وسپارل او ټپې کارګر يې د ښې درملنې لپاره کابل ته واستاوه.

چارواکي د دغو کسانو د کار د ځاى په اړه څه نه دي ويلي، خو د قره باغ يو اوسېدونکى شاکر وايي، چې انجنيرانو او کارګرو د قره باغ ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ په نوې جوړېدونکې ودانۍ کې کار کاوه.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دې ويلي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.