کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٢): اقتصاد وزارت ١٤٠ هغه انجيوګانې ، چې په کارونو کې يې نيمګړتياوې وې او يا يې له قانون سره سم فعاليت نه کاوه، لغوه اعلان کړې دي.
د دغه وزارت وياند نجيب الله امين د غويي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پرېکړه نن د دغه وزارت د مسلکي مرستيال پوهنمل حکم خان حبيبي په مشرۍ د انجيوګانو د تصفيې او انحلال د عالي کمېسيون په غونډه کې وشوه.
هغه زياته کړه، د انجيوګانو د تصفيې او انحلال کمېسيون په غونډه کې د اقتصاد وزارت سربېره د اړوندو وزارتونو استازوهم ګډون درلود او د انجيوګانو پر نيمګړتاوو تر بحث وروسته يې پرېکړه وکړه، چې ١٤٠ انجيوګانې له دې وروسته د فعاليت اجازه نه لري، خو نوموړي د دغو انجيوګانو نومونه په ډاګه نه کړل.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستيال په دې غونډه کې د انجيوګانو په ترسره شوو کارونو خوښي وښوده ،خو يادونه يې وکړه، چې دوى بايد د قانون په رڼا کې کړنې ترسره کړي.
د نوموړي په وينا، هغه انجيوګانې چې قانون پر ځان نه عملي کوي، د انجيوګانو د تصفيې او انحلال کمېسيون به يې د منحلېدو په برخه کې پرېکړه کوي.
د اقتصاد وزارت وياند وايي، چې په لغوه اعلان شوو انجيوګانو کې ١٠ بهرنۍ او پاتې ١٣٠ نورې يې افغاني دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا مهال په هېواد کې ٢١٩٨ نادولتي موسسې فعاليت کوي، چې ٢٩٨ يې بهرنۍ دي.
د يادونې ده، چې د انجيوګانو د تصفيې او انحلال کمېسيون تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر غير دولتي موسسې، چې له قانون سره سم يې راپور نه و ورکړى، غير قانوني کړنې يې کولې او نيمګړتياوې يې درلودې، لغوه اعلان شوې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن