Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امنيتي ځواکونو ١٦تنه له وسله والو طالبانو سره د تړاو په تور ونيول

جلال اباد(پژواک ٢ غويى ٩٢ ) : حکومتي ځواکونو په لغمان او زابل ولايتونو کې له وسله والو مخالفينو سره د تړاو په تور ١٦ تنه نيولي او د وسلو يوه زېرمه يې ترلاسه کړې ده.

په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال محمد نعمان هاتفي د غويي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې له پرون راهيسې د لغمان مرکز مهترلام اړوند سيمو کې د ذوالفقار ٤ په نوم تصفيوي عمليات  پيل شوي دي .

هغه زياته کړه ، چې د عملياتو په ترڅ کې يې د دولت د وسله والو مخالفينو د وسلو او مهماتو يوه لويه زېرمه، چې په نوره کلي کې يې موقعيت درلود، نيولې ده.

ده زياته کړه: ((په دې زېرمه کې سلګونه کړۍ د وسايطو ضد ماينونه،سلګونه کړۍ مقناطيسي ماينونه او نور مهمات مو نيولي دي.))

د هاتفي په وينا، په دغې زېرمې کې يې ٣٠٠٠ د هوان مرمۍ، له زرو کيلو څخه زيات چاودېدونکي توکي  او زرګونه پټاکۍ  نيولې دي.

دى زياتوي: ((په عملياتو کې ١٠مشکوک کسان هم له ٦ عرادې موټر سايکلونو سره نيول شوي دي.))

همداراز د يوه بل خبر له مخې، پوليسو د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ د مارکو په سيمه کې يوتن د ځانمرګي واسکټ د لېږد په تور نيولى دى.

بلخوا د زابل امييتي چارواکي وايي ،چې د امنيتي ځواکونو له لوري په ترسره شويو عملياتو کې شپږ تنه له وسله والو طالبانو سره د تړاو په تور نيول شوي دي .

د امنيه قوماندانۍ قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليوني پژواک ته وويل ، چې دغه عمليات تېره شپه د کلات ښار اړوند د نورک په سيمه کې ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د پوليسو عملياتي ټولګي د چورلکو په مرسته په ياده سيمه کې عمليات ترسره کړل او شپږ مشکوک کسان يې ونيول .

روغ ليونى وايي، چې تېره شپه يو سيمه ييز پوليس هم هغه مهال ووژل شو کله چې پر يو خښ شوي ماين وخوت .

د هغه په وينا، دغه پېښه د شاه جوى ولسوالۍ اړوند د امک په سيمه کې رامنځ ته شوې ده .

بلخوا وسله وال طالبان وايي، چې تېره شپه يې په کلات او شاه جوى کې پر پوليسو بريدونه کړي  او مرګ ژوبله يې اړولې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.