کابل (پژواک ٢ غويى ٩٢): ولسي جرګې د ټاکنو قانون په مسوده کې د نه لېږدېدونکې يوې رايې ټاکنيز سيستم تاييد او پرېکړه يې وکړه، چې رايې به د رايې ورکونې په مرکزونو کې شمېرل کېږي.
د ټاکنو د قانون مسوده، چې په ١٧ فصلونو او ٦٧مادو کې جوړه شوې، حکومت تېر کال د ليندۍ په مياشت کې د تصويب په موخه ولسي جرګې ته استولې ده.
دغه مسوده نن د تصويب په موخه د ولسي جرګې د تقنين کمېسيون له لوري عمومي غونډې ته وړاندې شوه.
د ياد کمېسيون رييس قاضي نذير احمد حنفي وويل، چې پر دې مسودې د جرګې په کمېسيونونو کې له بحثونو څرګنده شوې، چې د دې طرحې يولس مادې اختلافي دي.
د هغه په وينا، د حکومت له خوا د وړاندې شوې يادې طرحې په دويمه ماده کې راغلي، چې رايې بايد د رايې له مرکزونو څخه د ولايت مرکز ته ولېږدول او وشمېرل شي.
خو د حنفي په وينا، د جرګې ځينو غړو وړانديز کړى، چې رايې بايد پرته له ځنډه د رايې ورکونې په مرکزونو کې وشمېرل شي.
د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د ټاکنو کمېسيون مشر فضل احمد معنوي هم حضور درلود.
معنوي ټينګار کاوه، چې رايې بايد د ولايت په مرکز کې وشمېرل شي؛ ځکه،تجربو ښودلې ، چې رايې د رايې ورکونې په مرکز کې په سمه توګه نه شمېرل کېږي.
هغه زياته کړه: ((په تېرو دوو ټاکنو کې له همدې برخې موږ ډېر شکايتونه درلودل.))
د ده په وينا، د رايې ورکونې په مرکز کې د رايو شمېرل ډېر زيات وخت نيسي او ناظرين او مشاهدين ورته انتظار نه باسي او ګډوډي رامنځته کېږي.
خو په ياده جرګه کې د هرات استازې ناهيد فريد وايي، چې د رايو شمېرنه بايد هغه ډول وشي، چې کانديد ترې راضي وي.
دې زياته کړه: ((د رايې ورکونې له مرکزه تر ولايت پورې ډېره لاره وي، موږ نه شو کولاى، چې کوم کاروان جوړ کړو ، ترڅو په لاره کې د رايو صندوقونه وساتو، چې درغلي په کې ونه شي.))
وروسته د ولسي جرګې په غونډه کې له حاضرو ١٥٠تنو څخه ١٢٦ يې د رايې ورکونې په مرکز کې د رايو د شمېرنې لپاره شنه (موافق ) کارتونه پورته کړل.
دغه راز د ولسي جرګې د تقنين کمېسيون مشر حنفي وويل، د دې مسودې په څلورمه ماده کې حکومت وړانديز کړى، چې د تېرو ټاکنو په څېر بايد ټاکنيز سيستم د نه لېږدېدونکې ېوې رايې سيسټم (SNTV ) وي.
خو هغه وويل، چې مدني ټولنې، سياسي ګوندونه او د جرګې ځينې غړي وړانديز کوي، چې د افغانستان ټاکنيز سيستم بايد مختلط وي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر هم په ياده غونډه کې وويل، چې مختلط ټاکنيز سيستم کولاى شي، په يوه هېواد کې د ديموکراسۍ ريښې ټينګې کړي.
دى وايي، چې د ټاکنو کمېسيون د ټاکنو قانون په مسوده کې وړانديز کړى و، چې د ولسي جرګې د څوکيو درېيمه برخه بايد سياسي ګوندونو ته ورکړل شي، خو دغه وړانديز د کابينې له لوري رد شو.
په مختلط سيستم کې د خپلواکو کانديدانو تر څنګ ګوندونه هم کانديدېداى شي، خو د نه لېږدېدونکې يوې رايې ټاکنيز سيستم کې ګوندي او غير ګوندي کسان په خپلواکه توګه ځان کانديدوي.
خو په ياه جرګه کې د خوست استازي کمال ناصر اصولي وويل، چې افغانستان د اوس لپاره ځکه مختلط سيستم ته برابر نه دى، چې دلته ټول ګوندونه د قومونو پر اساس جوړ شوي دي.
تر بحثونو وروسته د جرګې له حاضرو ١٢٧تنو څخه ١٢٠ يې د رايو د نه لېږدېدونکې يوې رايې ټاکنيز سيستم ته موافقه رايه ورکړه.
د ولسي جرګې لومړي مرستيال ميرويس ياسيني، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوه وه ، وويل، چې د يادې مسودې پر پاتې اختلافي مادو به په راتلونکو ورځو کې بحثونه وشي.
په تېرو شاوخوا ١١ کلونو کې ټاکنې د تقنيني فرمان له مخې ترسره کېدې.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن