بروکسل (پژواک ٣ غويى ٩٢): د ناټو سازمان لوى منشي وايي، که طالبان په خپله خوښه د سولې له پروسې سره يوځاى نه شي، نو پر مخالفينو پوځي فشار له سياسي حل لارې سره مرسته کولى شي
د ناټو سازمان لوى سرمنشي انډرس فوغ راسمون دغه څرګندونې نن (د غويي ٣مه) په بروکسل کې د دغه سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې له پيلېدو مخکې په يوه خبري غونډه کې وکړې.
د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو او ايساف د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه نن تر غرمې مخکې پيل شوه.
په دې غونډه کې د ناټو د ٢٨ غړو هېوادونو او د ايساف ٢٢ هېوادونو ترڅنګ د افغانستان، روسيې او پاکستان استازي هم ګډون کوي.
راسموسن د دې خبري غونډې پر مهال د افغاني خبريالانو د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې ټولټاکنې د افغانستان کورنۍ معامله ده.
خو هغه د دغو ټاکنو د عادلانه ترسره کېدو او پر روڼوالي ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې نړيواله ټولنه له دغو ټاکنو ملاتړ کوي.
راسموسن د ټاکنو د امنيت په اړه وويل، تر هغه مهاله پورې د ټول افغانستان د امنيت چارې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي، خو که افغان دولت ترې وغواړي او اړتيا رامنځته شي، نو دوى به يې په امنيت کې همکاري وکړي.
د ناټو سرمنشي د افغانستان د سولې پروسې په اړه وويل، چې طالبان بايد په دې پروسه کې ورګډ شي او د دې لپاره لا د مخه شرايط وضع شوي دي.
د هغه په وينا، طالبان بايد له تاوتريخوالي لاس واخلي، د افغانستان اساسي قانون دې ومني او د ښځو حقوقو ته دې درناوى ولري.
هغه زياتوي : (( زه فکر کوم چې په افغانستان کې د سياسي پروسې داسانه کولو لپاره پوځي فشار هم وساتل شي، دې سره به وسلوال مخالفين پوى شي چې دوى د جګړې په ميدان کې ګټه نه شي کولى.))
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن