کندهار (پژواک ١٠ غويى ٩٢): په کندهار ولايت کې دا مهال ٧٢ بېلابېلې فابريکې فعاليت لري او د ٢٨ نورو فابريکو د جوړولو کار روان دى، چې په دې توګه به يې شمېر ١٠٠ ته لوړ شي.
د کندهار د صنعتي پارک امر اسدالله د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې يوې خبري غونډې ته په کندهار کې د صنعتي پارک د فعاليتونو په اړه خبريالانو ته معلومات ورکړل.
هغه وويل، دا مهال په کندهار کې ٧٢ بېلابېلې فابريکې فعاليت لري او د ٢٨ نورو فابريکو د جوړښت چارې روانې دي، که د برېښنا اسانتيا برابره شي، نو په دغه ولايت کې به د فعالو فابريکو شمېر ١٠٠ ته لوړ شي.
د نوموړي په وينا، درې کاله وړاندې، هغه مهال چې د کندهار د برېښنا جريان ټکنى شو، نو په صنعتي پارک کې د ګوتو په شمېر فابريکو فعاليت درلود، چې په خپل لګښت يې د ماشينونو د چلولو لپاره له جنراټورونو کار اخيست.
ده زياته کړه: ((په ١٣٨٦ کال کې په کندهار کې د برېښنا په جريان کې ستونزې پيدا شوې، ګڼې فابريکې وتړل شوې، خو په ١٣٨٩ کال کې د امريکا د پرمختيايي ادارې (USAID) له خوا د صنعتي پارک لپاره ١٠ مېګاواټه برېښنا چمو شوه.))
د نوموړې په وينا، تر دې مهاله ٧٢ فابريکو خپل فعاليت جاري ساتلى، چې ٣٠ زره کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې او د خلکو له غوښتنو سره سم بېلابېل توکي، لکه صابون، لوښي، د اوبو پلاستيکي ذخيرې، مالګه، پلاستيکي څپلۍ، پلاستيکي پايپونه، يخ، غير الکولي مشروبات او نور توليدوي.
د صنعتي پارک امر اوس هم لويه ستونزه د برېښنا کمښت ګڼي او وايي، چې د امريکا د پرمختيايي ادارې له خوا د چمتو شوې لس مېګاواټه برېښنا قرارداد د روان زېږديز کال په سپټمبر کې پاى ته رسېږي او د فابريکو چلوونکي خپل راتلونکي ته اندېښمن دي.
د همدغه ناڅرګند حالت له امله په دې وروستيو کې ٢١ هغه پانګه وال د نوو فابريکو له جوړېدو بېرته په شا شول، چې دلته يې د پانګونې نيت درلود او په صنعتي پارک کې يې ځمکې اخيستې وې.
هغه وېره څرګنده کړه، که د برېښنا بنسټيز غم ونه خوړل شي، نو د ٢٨ هغو فابريکو د جوړولو کار به هم له خنډ سره مخ کړي، چې همدا اوس يې د ودانيو او د ماشينونو د لګولو چارې روانې دي.
نوموړي دغه راز وويل، چې شاوخوا ٥٠ نور پانګه والو هم نيت درلود، چې له ګاونډي پاکستان څخه خپلې فابريکې کندهار ته را ولېږدوي، خو هغوى هم د برېښنا د ستونزې له امله زړه نا زړه دي.
د کندهار د برېښنا شرکت تجارتي مرستيال امان الله ايوب فاروقي د پانګه والو او صنعتکارانو د اندېښنو په ځواب کې وايي، چې د ستونزې د هوارۍ لپاره د کندهار له والي سره په ګډه کابل ته تللى و، چې په لنډ وخت کې به يې پايلې اعلان شي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په هر صورت کې به صنعتي پارک ته برېښنا ورکول کېږي ،خو که بيا هم ورته کومه لاره ونه موندل شوه، نو د ښار برېښنا به د هغوى په واک کې ورکړي.
فاروقي خبر ورکړ، چې ډېر ژر به له کابل څخه د وارداتي برېښنا د لېږد په برخه کې هم پرېکړه نهايي شي.
کندهار ښار په عادي حالت کې ١١٠ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، خو اوسمهال له کجکي بند او ډېزلي جنراټورونو له لارې تر ٤٠ مېګاواټه برېښنا لري.