کابل ( پژواک ١١ غويى ٩٢ ) : د افغانستان د خواري کښو او مزدورانو سراسري اتحاديې AAFTU رييس وايي ، چې په هېواد کې بې کاري ورځ تر بلې زياتيږي او حکومت په تېرو ١١ کلونو کې د کارګرانو لپاره د پام وړ هېڅ نه دي کړي.
ددغې اتحاديې مشر ډاکټر محمد لياقت عادل دغه څرګندونې نن دغويي په ١١مه، د کارګرانو د نړيوالې ورځ په مناسبت پژواک خبري اژانس سره ديوې ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.
د مۍ لومړۍ نېټه ، چې د غويي له ١١مې سره سمون خوري په ټوله نړۍ کې د کارګرو د نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.
د امريکا په شيکاګو ښا رکې په ١٨٨٦ زېږديز کال کې کارګرانو د خپلو حقوقو د غوښتنو لپاره پر لاريون لاس پورې کړ، خو په څلورمه ورځ پوليسو پر دوى بريد وکړ، يو شمېر يې ووژل ، ځينې يې ټپيان کړل او وروسته څلور تنه يې اعدام هم شول.
هر کال دغه ورځ په ټوله نړۍ کې د کارګرانو د يووالي په نامه نمانځل کېږي .
عادل د کارګر د نړيوالې ورځې په مناسبت د هېواد او نړۍ ټولو خواري کښو ته مبارکي ورکړه او پر هغوى يې د يووالي غږ وکړ.
هغه زياته کړه ، کله چې کارګر يو موټى وواسي او پخپلو کې يووالى رامنځته کړي، نو خپل حقوق په اسانه توګه ترلاسه کولى شي .
د نوموړي په وينا، دا چې د افغانستان خواري کښ له ډېرو ناخوالو سره لاس او ګرېوان دي، په هېواد کې د فقر، نادارۍ ، بې سوادۍ او د بېکارۍ کچه ورځ تر بلې لوړيږي او خپل اوج ته رسېدلې ده.
د خواري کښو او مزدورانو سراسري اتحاديې مشر وايي، چې د همدې بېکارۍ ، غربت او بې سوادۍ له امله په هېواد کې ورځ تر بلې د نا امنيو پېښې زياتېږي، ډېرى ځوانان د بېکارۍ او بې سوادۍ له امله وسله په لاس کې اخلي .
هغه زياته کړه ، چې ګڼ شمېر ځوانان د بې کارۍ له امله پر روحي او رواني ناروغيو اخته شوي او يوه برخه نور يې په نشه يي توکو اخته شوي دي.
عادل وايي ،په ايران کې هره ورځ ګڼ شمېر افغانان ، چې د مزدورۍ لپاره ځي په بېلابېلو تورونو اعداميـږي او ياهم وژل کيـږي ، دغه راز په يو شمېر نورو هېوادونو کې هم افغان کارګر له ستونزو سره مخ دي.
نوموړي زياته کړه : (( که چېرې حکومت په هېواد کې دننه خلکو ته د کار زمينه برابره کړي، نو زموږ ځوانان به په نورو هېوادونو کې خپل ژوند له لاسه نه ورکوي.))
د هغه په وينا، دغه راز په هېواد کې د بې کارۍ او بې روزګارۍ له امله لسګونه هېوادوال هره ورځ د اروپا او استراليا پر لوري ځي، چې بيا په لاره يا په کانټينرو کې ووژل شي او ياهم په سيند کې ډوب شي.
د خواري کښو او مزدورانو سراسري اتحاديې مشر دغه راز په هېواد کې دننه هم د کارګرانو ستونزو ته په اشارې سره وايي ، کوم خلک چې په دولتي يا خصوصي ادارو کې کار کوي، د کار په ساحو کې له کارګرانو سره ناوړه چلند ، د کارګرو قوانين نه پلي کېږي .
دى زياتوي : (( په دغو ادارو کې د کارګر او د هغوى د کورنيو روغتيا ته پاملرنه نه کېږي، حق الزحمه پوره او په وخت نه ورکول کېږي او د هغوى له مجبوريتونو څخه ناوړه ګټه پورته کېږي.))
د هغه په وينا، دغه راز په ډېرو خصوصي ادارو کې د کارګرانو حقوق تر پښو لاندې کېـږي او هغوى سره د کارګر او کارفرما اړوند قوانين نه تطبيق کېږي .
د خواري کښو او مزدورانو سراسري اتحاديې رييس دغه راز وايي ، چې په هېواد کې د روانو نا امنيو له امله هم هره ورځ ګڼ شمېر کارګران مړه ، ټپي کېږي او يا هم بې کوره کېږي .
نوموړي ادعا وکړه، چې د افغانستان حکومت او نړيوالې ټولنې په تېرو يوولسو کلونو کې هغه څه چې لازم وو، ددغه لوى قشر لپاره د پام وړ اقدامات نه دي کړي.
دى زياتوي ، چې په حکومت کې د شته فساد له امله کارګر ځوريږي، کله چې د خپلو کارونو لپاره دولتي ادارو ته ځي، ترې رشوت غوښتل کېږي او يو عادي کار يې په څو ورځو کې نه خلاصيږي.
ده وويل ،چې دولت بهرنيو هېوادونو ته د کارګرانو د لېـږلو پر مهال هم فساد کوي،د چارواکو خپلوان، دوستان او د کورنۍ خلک ليږي او هغه اصلي کسان ، چې رښتيا هم کارګر او مستحق وي، له دې پروسې څخه پاتې کېږي.
هغه زياتوي چې دولت ، کارګر او کارفرما که چېرې دوى په همغږۍ سره د کارګرانو د ستونزو د حل لپاره کار وکړي او د کار د نړيوال سازمان نړيوال معيارونه او کانوانسيونونه چې افغانستان لاسليک کړي ، په عملي ډول پلي کړي، نو له دې سره به ډېرې ستونزې هوارې شي او د بې کارۍ ستونزه به هم ورسره لږ شي .
نوموړى وايي ، چې همدا اوس په هېواد کې څلوېښت سلنه وګړي بې کاره دي، خو د کار او ټولنيزو چارو وزارت بيا دغه کچه لږ ښيي او وايي چې دمګړۍ په هېواد کې ٣،٥ ميليونه د کار وړ کسان وزګار دي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن